د بایډن ادارې مخکېنیو چارواکو د فلسطینیانو په وژنه کې د امریکا پر چلند سختې نیوکې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د جوبایډن حکومت یو شمېر چارواکي چې په وروستیو میاشتو کې یې د غزې په تړاو د امریکا تګلارې له امله په اعتراضي ډول استعفاوې کړي، وايي، د امریکا حکومت پرېکړو ملي امنیت له خطر سره مخ کړی دی.
د جو بایډن د ادارې ۱۲ پخوانیو چارواکو، چې د جګړې له پیل راهیسې یې استعفاوې کړي، په یوه ګډه اعلامیه کې سپینه ماڼۍ تورنه کړې چې د ملکي خلکو په وژلو کې یې "له انکار پرته" د اسرائیلو حکومت سره د ښکېلتیا او هغوی ته د وسلو په لېږلو کې"ملګرتیا" کړې ده.
له دغو ۱۲ چارواکو څخه یوه یې د سه شنبې په ورځ (جون ۲) د غزې په جګړه کې د سپینې ماڼۍ د پالیسیو له کبله استعفا وکړه.
په تېر اکتوبر کې د غزې جګړې له پیل راهیسې، د امریکا د کورنیو چارو وزارت ځانګړې مرستیاله مریم حسنین، د ښاغلي بایډن د ادارې ۱۲مه چارواکې ده، چې استعفا کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه نیوکې رد کړي او وايي، امریکا په غزې کې د ملکي وګړو مرګژوبله غندلې او بشري مرستې یې زیاتې کړې دي.
تر دې بیانیې وړاندې، بي بي سي موندلې وه، چې د امریکا ډیری ملکي کارکوونکي په غیر رسمي حلقو کې (لږ تر لږه لسګونو ډلو) خپل مخالفت څرګندوي.
همدغه چارواکي وايي، سلګونه دولتي کارکوونکي د دغو ډلو غړي دي.
د روان کال په اپرېل میاشت کې یو شمېر اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې تائید کړې وه، چې په حکومت کې دننه مخالفتونه مخ په ډېرېدو دي او اپوزیسیون اسرائیلو ته د وسلو پر لېږد د سختو بندیزونو غوښتنه کړې ده.
هغه مهال د اسرائیلو په یوه برید کې د یوه امریکايي په ګډون د نړۍ د مرکزي پخلنځي خیریه موسسې د اوو تنو کارکوونکو تر وژل کېدو وروسته جوبایډن خبرداری ورکړ، چې د اسرائیلو په اړه د امریکا پر پالیسۍ به بیا کتنه وکړي.
جو بایډن په ښکاره وویل، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې په اړه په خپل چلند کې "تېره وتنه" کړې.
خو نیوکه کوونکي د ښاغلي بایډن کړنې کافي نه بولي.
د غزې په دویم لوی ښار کې د جګړې پراخېدو اندېښنې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ختیځ خان یونس د نیولو لپاره د اسرائیلو له حکم وروسته، د دې ښار اوسېدونکي وتلي او ځینې نور هم په تېښته دي.
ملګري ملتونه وايي د اسرائیلو تر خبر داري وروسته ۲۵۰ زره فلسطینیان بې ځایه شوي دي.
بې ځایه شویو ته ویل شوي، په ساحلي سیمو کې پناه واخلي چې لږ لومړنۍ اسانتیاوې په کې شته.
د رپوټونو له مخې، په هغه سیمه کې چې د خوندي سیمې په توګه ټاکل شوې وه، د اسرائیلو په وروستي هوايي برید کې ۱۲ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ د غزې په سوېل کې له یو شمېر ګڼ مېشتو سیمو د خلکو د وتلو تر امر وروسته، پر دغې تړانګې بمباریو ته زور ورکړی دی.
په همدې حال کې پر خان یونس د یوه بل ځمکني برید په اړه ګومانونه ډېر شوي دي.
خان یونس په وروستیو کې د غزې تړانګې په سوېل رفح ښار کې، د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو له پیل وروسته د شاوخوا یو میلیون کسانو کوربه و.
دا په داسې حال کې ده چې پخپله خان یونس ښار چې د غزې په تړانګه کې دویم لوی ښار دی، څو میاشتې وړاندې د اسرائیلو له ځمکنیو عملیاتو وروسته ویجاړ شوی و.











