د اسرائیلو پوځ له خوا د ټپي فلسطیني ربړولو ته غبرګونونه؛ " له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده"
د فلسطین په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځیانو لخوا د پوځي موټر په بانټ د ټپي فلسطیني سړي تړلو پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي.
د فلسطین د اشغال شویو سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکې فرانچیسکا البانزه وايي اسرائیلي پوځیانو له یاد فلسطیني سړي د انساني ډال په توګه کار اخیستی. نوموړې دغه کار بوږنوونکی بللی او وايي ښکاري چې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
دا پېښه د شنبې په ورځ د لویدیځې غاړې په جینین ښار کې شوې ده.
فلسطیني ډاکټرانو هغه سړي نوم مجاهد اعظمي یاد کړی او وايي د الجبیریت سیمې اوسیدونکی دی.
پر غزې د اسرائیلو له برید سره د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د اسرائلي ځواکونو او دغو سیمو کې د میشتو یهودي سخت دریځو لخوا له فلسطیني وګړو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند لاپسې زیات شوی دی.
دا پېښه د شنبې په ورځ د لویدیځې غاړې په جینین ښار کې شوې ده.
فلسطیني ډاکټرانو هغه سړي نوم مجاهد اعظمي یاد کړی او وايي د الجبیریت سیمې اوسیدونکی دی.
اسرائیلي پوځ منلې، چې ځواکونو یې له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې او یو فلسطینی ټپي یې پر خپل موټر تړلی دی.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو دا پېښه له هغې وروسته تایید کړه چې ویډیو پر خواله رسنیو کې ډېره خپره شوه.
د اسرائیلي ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي، دا فلسطینی شکمن کس د ډزو د تبادلې پر مهال ټپی شوی.

د ټپي شوي کس کورنۍ وايي، د امبولانس غوښتنه یې وکړه خو ځواکونو یې هغه د خپل موټر پر مخکینۍ برخه وتاړه او روان شول.
دا کس د درملنې لپاره سرې میاشتې ته لېږدول شوی، خو اسرائیلو پوځ ویلي ورسره شوی چلن به وڅېړي.
عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې نوموړی ځایي کس پېژندلی او نوم یې مجاهد عزمي یاد کړی دی.
د اسرائیلي پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي: "نن د شنبې پر سهار تروریستي ضد عملیاتو کې چې د شکمنو کسانو د نیولو لپاره په وادي بورقین سیمه کې کېدل، تروریستانو پر اسرائیلي ځواکونو ډزې وکړې او هغوی یې هم په ځواب کې بریدونه وکړل. د ډزو په تبادله کې یو شکمن کس ټپي او ونیول شو."
دوی همدا راز ویلي: "د نړیوالو معیارونو او قوانینو خلاف ځواکونو شکمن ټپي کس پر خپل موټر تړلی او ځان سره یې وړی دی. د ځواکونو دا چلن د اسرائیلي ځواکونو له ارزښتونو سره سمون نه لري او مونږ به دا پېښه وڅېړو."
غزه کې اکټوبر کې پر اسرائیلو د حماس د برید له پېلېدو سره په لویدیځه غاړه کې بریدونه زیات شوي.
ملګري ملتونه وايي، د بیت المقدس په ګډون په لویدیځه غاړه کې بریدونو کې د وسله والو غړو او بریدګرو او ملکي کسانو په ګډون ۴۸۰ فلسطینیان وژل شوي دي.












