حماس: پر غزې ښار د اسرائیل هوايي بریدونو لسګونه کسان وژلي

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، خلک د پېښې له ځایه ټپیان لېږدوي‌ او د خاورو او دوړو په منځ کې په ژوندیو پاتې کسانو پسې ویجاړۍ لټوي

حماس وايي په غزې ښار کې پر دوو ودانیو د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

مخکېد وژل شویو شمېر ۴۲ تنه ښودل شوی وو.

د اسرائیل پوځ بیا وايي چې د حماس وسله والو دوه تاسیسات یې په نښه کړي‌ دي.‌ دوی زیاته کړې چې د دغو بریدونو په اړه به نور جزییات وروسته شریک شي.

د غزې د ملکي‌دفاع ډلې یوه ویاند ویلي، په دې تراړه کې د کډوالو په یوه تاریخي پنډغالي‌ (الشاطي) کې پر یوه استوګنیز بلاک څو پرله پسې ګوزارونه شوي‌.

خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري‌ چې خلک د پېښې له ځایه ټپیان لېږدوي‌ او د خاورو او دوړو په منځ کې په ژوندیو پاتې کسانو پسې ویجاړۍ لټوي.‌

اسرائیلي ځواکونه د تېر اکتوبر له اوومې راهیسې، چې حماس وسله والو پرې له غزې خونړی برید وکړ، په دې تراړه کې پر پوځي عملیاتو بوخت دي.

د حماس وسله والو په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي‌ او ۲۵۱ نور یرغمل نیول شوي وو.‌

په غزه کې بیا د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي ځواکونو په روانو عملیاتو کې تر دې دمه له ۳۷ زره ۵۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

دوی دا نه دي ویلي چې په وژل شویو کې څومره ملکیان او څومره وسله وال دي. خو د اپریل تر پایه د دغو قربانیانو له ډلې له ۱۴ زره ۴۸۰ ډېر ماشومان، ښځې او د پاخه منګ کسان بلل شوي وو.

تر دې مخکې سور صلیب ویلي وو،‌ چې په غزه کې یې دفتر په هغو بریدونو کې زیانمن شوی، چې لږ تر لږه ۲۲ کسان په کې وژل شوي دي.‌

دغو کسانو د سره صلیب دفتر شاوخوا پناه اخیستې وه.‌

غزه

د عکس سرچینه، AFP

دغې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ "غټې مرمۍ د جمعې په ماسپښین د دفتر په څو مترۍ او هغو ځایونو کې لګېدلي چې سره صلیب سره تړلي دي."

سره صلیب په جګړه کې پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د ملکي خلکو خوندیتوب او هغو ځایونو ته پام وکړي‌ چې ولسي‌ خلک په کې اوسېږي‌.

یادې کمېټې د وګړو خوندیتابه او ژوند ته پام د ټولو غاړو دنده بللې.

‌د اسرائیلو دفاع وزارت ویاند بي بي‌ سي‌ ته ویلي، لومړني‌ مالومات یې ښيي‌ "چې دوی په دغه سیمه کې برید نه دی کړی" خو زیاتوي چې د دغې پېښې په اړه پلټنې کوي.

پخوا هم څو ځلې اسرائيلو په لومړیو کې دغه ډول بریدونه رد کړي خو وروسته مالومه شوې چې بریدونه د دوی له خوا شوي دي.

سره صلیب ویلي، په دغه برید کې یې د دفتر ودانۍ وېجاړه شوې چې شاوخوا سلګونو فلسطیني وکړو په خېمو کې په کې پناه اخیستې وه او د سره صلیب ځايي کارکوونکي‌ هم په کې وو.

په اعلامیه کې ویل شوي‌ چې د سره صلیب د روغتون تر څنګ دې برید پراخه مرګژوبله اړول، ‌۲۲ کسان په کې وژل شوي ‌او ۴۵ نور ټپیان دي.‌

په ځینو رپوټونو کې د مرګژوبلې شمېر لوړ ښودل شوی دی. سره صلیب ویلي،‌ دا تېرو څو ورځو کې له څو خونړیو پېښوه یوه وه.

د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت بیا ویلي،‌ چې په دغو هوايي بریدونو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. حماس د دې مرګوني پېښې پړه پر اسرائیلو ور اچولې ده.

غزه

د عکس سرچینه، EPA

هممهاله،‌ د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي‌ انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو، حماس او حزب الله ډلې ترمنځ اوږده شوې جګړه ټوله سیمه ناکراره کولی شي.‌

ښاغلي ګوتېرېش په دواړه لوریو غږ کړی چې سملاسي‌ اوربند وکړي او نړۍ د دې زغم نه لري چې لیبانان پر "یوې بلې غزې بدل شي."

تېرو څو میاشتو کې د حزب الله ډلې او اسرائیلو ترمنځ‌ پرلپسې بریدونه شوي. دغه ډله چې ایران یې ملاتړ کوي، وايي‌ په غزه کې د حماس ملاتړ کوي.