د ماشومانو خوندیتوب ټولنه: غزه کې ۲۱ زره فلسطیني ماشومان ورک دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې خیریه ټولنې د اټکل له مخې په غزه کې شاوخوا ۲۱ زره ماشومان ورک دي.
دغه سازمان وايي، د جګړې او ګډوډۍ پر مهال، په تېره بیا په رفح کې د اسرائیلو له برید وروسته، د وروستیو بې ځایه کېدو په ترڅ کې ډېر کسان له خپلو کورنیو جلا شوي دي.
داسې هم انګېرل کېږي چې ډېری کسان ښايي تر کنډوالو لاندې بند پاتې، بندي او یا په نامعلومو قبرونو کې ښخ کړای شوي وي. د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت هم ویلي چې په نژدې ۳۸ زره وژل شویو کسانو کې شاوخوا ۱۴ زره یې ماشومان، ښځې او د ډېر عمر کسان دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپله وروستیو څرګندونو کې ویلي، په غزه کې د اسرائیلي پوځ او حماس تر منځ د سختې جګړې پړاو تقریباً پای ته رسېدلی، خو دا جګړه به تر هغه دوام وکړي، چې حماس په غزه کې نور واک ونه لري.
نوموړی وايي، د جګړې د دې پړاو له پای ته رسېدو سره به د اسرائیلي ځواکونو یوه برخه له لبنان سره پولې ته ولاړه شي. همدې حال کې، د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل نن خبرداری ورکړ چې "موږ د جګړې د پراخېدو په څنډه کې یو."
د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د جګړې ډېرېدو اندېښنې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر چارلز براون هم ویلي، پر لبنان د اسرائیلو برید، له ایران سره د جګړې او سختې جګړې د پراخیدو خطر زیاتوي. په همدې حال کې د اسرائیلو پوځ هم ویلي، د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې د حزب الله د توغندیز برید په ځواب کې یې د لبنان په سویلي سیمو کې د دوی څو هدفونه په نښه کړي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې له یوه اسرائیلي تلویزیون سره په خپله لومړۍ مرکه کې ویلي، چې د هغه په ټکو د جګړې سخت پړاو پای ته رسېدلي. "دا په دې معنی نه ده چې جګړه پای ته رسېدلې، بلکې په رفح کې د جګړې شدید پړاو پای ته رسېدلی دی."
بنیامین نتانیاهو د اسرائیلو له ۱۴ چینل سره په مرکه کې ویلي، د دې پړاو له پای ته رسېدو وروسته به یو شمېر اسرائیلي ځواکونه په شمالي سرحدونو کې ځای پر ځای شي. د نتنیاهو په وینا، دغه ګام د امنيت د ټينګښت او له خپلو کورونو بېځایه شویو کسانو د راستنېدو په موخه ترسره کېږي.
په همدې حال کې اسرائيلي پوځ وايي، جنګياليو يې د لبنان په جنوب کې د حزب الله څو مرکزونه په نښه کړي دي.
په وروستیو اونیو کې د دواړو لورو ترمنځ نښتو او شخړې زور اخیستې، چې په اړه یې ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د اسرائیلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو او په یوه پراخه جګړه بدلېدو اندېښنه ښوولې ده.
بنیامین نتانیاهو ټینګار کړی، چې هېڅ "نیمګړی" تړون به ونه مني او زیاتوي: "موخه یې د یرغمل شویو خلاصون او په غزه کې د حماس حکومت له منځه وړل دي."
د غزې تر جګړې وروسته د خپل حکومت د پلانونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل، اسرائيل به په لنډه موده کې د غزې د کنټرول لپاره "پوځي" رول ولوبوي.
په همدې حال کې د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت پرون (یکشنبه) امریکا ته تللی، چې په غزه کې د جګړې د راتلونکي پړاو او له لبنان سره پر پوله د بریدونو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
حماس، چې د هرې معاملې د یوې برخې په توګه د دایمي اوربند او د اسرائیلو د بشپړ وتلو غوښتنه کوي، ویلي، د نتنیاهو دا مرکه د "څرګنده رد" په ګوته کوي. هغه څه چې تېره میاشت د امریکا ولسمشر جو بایډن لخوا یې وړاندیز شوی و او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا یې ملاتړ وشو.
حماس د یکشنبې په ورځ د غزې په ښار کې د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې" انروا" د مرستو پر مرکز د اسرائیلو هوايي هم برید غندلی چې اته کسان پکې ووژل شول.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای ډي اېف) ویلي، دغه ودانۍ د حماس لخوا د پوځي موخو لپاره کارول کېده، هغه څه چې حماس رد او "درواغ" بللي دي.
اسرائیل غواړي، حزب الله موافقه وکړي چې خپل جنګیالي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۰۶ کال پرېکړه لیک سره سم له پولې څو کیلومتره شاته کړي.
د اسرائیلو په شمال کې لسګونو زره اوسېدونکو د خپلو کورونو پرېښودو تر څنګ، د حزب الله بریدونو تر اوسه په اسرائیلو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژلي دي. اسرائیلو یې په ځواب کې په لبنان کې خپل هوايي او توپچي بریدونه کړي، چې د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې تر ۴۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او لسګونه زره نور بې ځایه شوي دي.











