ایا د امریکا لخوا اسرائیل ته د پوځي تجهیزاتو لېږد ځنډېدلی؟

اسرائیل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

واشنګټن د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا نیوکه به کلکه رد کړې، چې ګواکې د امریکا د پوځي ټولګو ورتګ د غزې جګړه کې د کارېدو له کبله ځنډېدلی دی.‌

ښاغلي نتنیاهو د سې شنبې پر ورځ ویلي وو، د دغو پوځي ټولګو په ور رسېدو کې د ځنډ لامل ښايي دا وي چې د غزې په جګړه کې کارېږي.

هغه زیاته کړې وه چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ده ته به ځانګړي ډول ډاډ ورکړی و چې د دغو پوځي مرستو د لېږد په مخکې پراته "خنډونه" به لېرې شي.‌

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند 'متیو مېلر' بیا په واشنګټن کې یوه خبري ‌کنفرانس ته ویلي، چې یوازې د درنو پوځي تجهیزاتو یوه ټولګه د پلټنې لپاره ځنډېدلې.

ښاغلي مېلر زیاته کړې، چې دا اسرائیل ته د پوځي ټولګو د لېږد پر وړاندې "خنډ" نه، بلکې یوازې یوه "اداري پلټنه" ده.‌

هغه دا هم ویلي چې متحد ایالتونه اسرائیل ته د ځان دفاع لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو ورکولو ته دوام ورکوي.

هممهاله د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې د ستونزو له حل وروسته د غزې ساحل کې د دوی لخوا بېړیو لپاره جوړ شوی لنډمهاله بندر له سره فعال او له دې لارې غزې تراړې ته د بشري مرستو د رسېدو امکان برابر شوی دی.‌

د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی، چې پنجشنبه د دغه بندر له لارې له شپږ زره ټنه ډېرې مرسته غزې ته رسېدلې ده.

رویټرزی

د عکس سرچینه، REUTERS

دا تر دې دمه په یوه ورځ کې له ټولو ډېره مرسته ده چې د دغه لنډمهاله بندر له لارې غزې ته رسېږي.

مرستندویه سازمانونو غزې ته د اوبو له لارې د دغه لنډمهاله بندر پر جوړېدو نیوکه کړې.‌

دغه سازمانونه وايي، غزې ته د مرستو رسولو تر ټولو کارنده او اغېزناکه لار دا ده چې اسرائیل ورغځېدلي ځمکني بندرونه پرانیزي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې سمندري بندر غزې ته په چټکه او اغېرناکه توکه د مرستو رسولو د ځمکنیو لارو بدیل نه شي ګرځېدای.‌

امریکايي چارواکو ویلي، د دغه سمندري‌ بندر له لارې غزې تړانګې ته رسېدونکې بشري مرستې به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له خوا وېشل کېږي.

د امریکا متحدو ایالتونو دوه اوونۍ وړاندې له پراخو نیوکو وروسته وویل، چې دغه بندر د څلورو یرغمل شویو کسانو ازادولو لپاره د اسرائیل پوځي عملیاتو کې هېڅ نقش نه درلود.

د اسرائیلي‌ځواکونو لخوا د یرغملو د ازادولو په دغو عملیاتو کې له ۲۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي وو.