'د خان یونس ختیځ کې اسرائیلي بریدونو ۷۰ فلسطینیان وژلي'

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو د توپخانې اور او هوايي بریدونو د خان یونس ښار ختیځ ته نژدې لږ تر لږه ۷۰ تنه فلسطینیان وژلي او څه باندې ۲۰۰ نور یې ژوبلولي دي.
دغه مرګژوبله وروسته له هغه پېښه شوې چې اسرائیلي پوځ خلکو ته بیا امر وکړ چې په وینا یې د فلسطیني جنګیالیو د تازه بریدونو له کبله دغه سیمه پرېږدي.
د بيبيسي خبریال وايي، کله چې اسرائیلو وویل د غزې ښار ته د عملیاتو په موخه د دویم ځل لپاره ور ننوځي، هلته د وېرې فضا خپره شوه.
د ماشومانو او لوړ عمر لرونکو کسانو په ګډون ملکي وګړي چې ځینو یې توکي په خپلو لاسونو کې لېږدول، په منډو وو.
زرګونه فلسطینیان هڅه کوي چې له دې سیمې وتښتي او کوم خوندي ځای ته پنا یوسي، خو اسرائیلو د خلکو له تېښتې مخکې پر سیمه سخته بمباري وکړه.
د اسرائیلو ځواکونو په بریدونو کې د خان یونس ښار ډېری برخه وار له مخه ویجاړه شوې، خو تېر اپرېل په دې سیمه کې د پوځي عملیاتو له ختمېدو وروسته او په رفح کې د جګړې له پیلېدا سره ډېر ورته بېرته ستانه شول.
د خان یونس ښار اوسېدونکي تېره میاشت خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي وو او پرون هم ورته کار وشو.
اسرائیل خان یونس کې "سترو عملیاتو" پیلولو ته تیاری نیسي

د عکس سرچینه، REUTERS
د اسرائیلو پوځ له فلسطینیانو غوښتي چې د غزې تراډې سوېل خان یونس ښار له ختیځو کلیو ووځي چې په وینا یې هلته د "وسلهوالو فعالیتونو" په غبرګون کې د "لویو عملیاتو" د پیلولو لپاره بریدونه کوي.
د دوشنبې په ورځ په غزه کې د دوو یرغمل شويو د وژل کېدو خبرونه هم خپاره شوي. اسرائیلي پوځ ویلي چې حماس ددغو دوو وژل شویو یرغملو جسدونه له ځان سره ساتلي او دوی به د وژل کېدو په اړه څېړنه کوي.
د یرغمل شویو کسانو د کورنیو یوې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې ۳۵ کلن یګیف بوخشتاب او ۷۶ کلن الیکس دانستیګ د حماس د تېر کال اکتوبر د اومې د برید پر مهال تښتول شوي او د دغو کسانو وژنه هغه غوښتنه لا پیاوړې کوي چې ټول یرغمل شوي باید خپلو کورونو ته راستانه شي.
اسرائیلي پوځ د خان یونس له یوشمېر کلیو غوښتي چې المواصي سیمې ته وکوچېږي.
پوځ په یوه بیان کې ادعا کړې چې له هغه ځایه پر اسرائیلو توغندي توغول شوي او دا سیمه یوه له هغو منطقو ده چې اسرائیلو له بېځایه شویو فلسطینیانو غوښتي وو چې هلته وکوچېږي.
اسرائیلي چارواکي ادعا کوي چې حماس ډلې د ښار ختیځې سیمې په هغه برخه کې چې د بېځایه شویو خلکو د سرپنا لپاره غوره شوې، زېربناوې جوړ کړې دي او دا چې همالته حماس جنګیالي د ولسي خلکو منځ کې پټېږي.
پوځ وايي، دا د خان یونس لوېدیځ المواصي کې "خوندي" سیمه ده، خو په تېرو اونیو کې اسرائیلو پر همدې "خوندي" سیمه څو ځله بمبارۍ وکړې چې لسګونه تنه پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د عکس سرچینه، Israel Army
د فلسطین خبري اژانس "وفا" د اسرائیلو د پوځ د امر له خپرېدو وروسته ویلي، د خلکو له وتلو مخکې پر سیمه د اسرائیلو بمبارۍ او ځمکني بریدونه پیل شوي او خلکو ته یې د وتلو موکه نه ده ورکړې او په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
"وفا" زیاتوي چې اسرائیلي پوځ د رفح ښار لوېدیځ تل السلطان او سعودي کلي سیمو کې پر دوو استوګنیزو ودانیو بریدونه کړي او له ویشتل شوي ځایه لوګي پورته کېږي.
همدار از د النصیرات کمپ پر اسمان د "کواډ کاپټر" الوتکې چورلېږي. د الاقصی شهیدانو روغتون ویلي چې پر کمپ برید کې یو ماشوم وژل شوی دی.
همداشان، د غزې مرکز دیر البلح بېځایه شویو د کمپ د روغتون پر هغه خیمه بمباري شوې چې خبریالان پکې وو، چې یو لیکوال او سیاسي څېړونکی حیدر المصدر پکې وژل شوی، یو بل ژوندی وتلی او ګڼ نور خبریالان ټپیان شوي دي.
په شمال کې جنګي الوتکو د غزې ښار سوېل لوېدیځ تل الهوا کلي پر پوهنتون برید کړی او د ښار پر ختیځ یې هم درېیم برید کړی.
"وفا" زیاتوي، اسرائيلي پوځ د دوشنبې په ګهیځ د قدس ختیځ عناتا ښار پر سوداګریزو ځایونو او یوه کور بمبارۍ کړې دي.
عیني کتونکو ویلي چې اسرائیلي پوځ له ځان سره بلډوزرونه هم راوستلي، کورونه، د ودونو تالار او د ښار ګڼ نور سوداګریز ځایونه یې پرې ویجاړ کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلو په لوېدیځه تراډه کې ۳۱۸ ودانۍ ویجاړې کړې او د ۳۵۹ نورو د ویجاړولو ګواښ یې کړی چې ۸۴ یې په قدس کې دي.
د لوېدیځې تراډې قلقیلیه ښار او ختیځ عزون ښارونو ګڼو کورونو ته اسرائیلي پوځ ننوتلی دی.
د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ولسمشر جو بایډن سره لیدو لپاره امریکا ته په سفر تللی.
ښاغلی نتنیاهو وايي، په دې لیدنه کې به یې خبرې په غزه کې د یرغمل شویو کسانو پر خوشي کېدو، د حماس پر ماتې او ایران سره پر مقابلې ورټولې وي.
ښاغلي نتنیاهو په هوايي ډګر کې د دې لیدنې په اړه ویلي و چې بایډن سره یې په داسې حال کې "مهم" لیده کاته کېږي چې "اسرائیل په جګړه کې ښکېل دی او امریکا هم بې ثباته سیاسي وضعیت سره مخ ده."
هغې ویلي، د دیموکرات او جمهوريپالو دواړو ګوندونو ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړې چې "خپلو دواړو خواوو دوستانو ته وایم، اسرائیل پرته له دې چې په پام کې ونیسي چې څوک به د امریکا ولسمشر کېږي سیمه کې به د امریکا نږدې متحد پاتې شي."
پر غزه د اسرائیلو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې شاوخوا ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.











