امریکا ته د نتنیاهو سفر؛ پر څه به خبرې کېږي؟

د عکس سرچینه، GPO
د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ولسمشر جو بایډن سره لیدو لپاره امریکا ته په سفر تللی.
ښاغلی نتنیاهو وايي، په دې لیدنه کې به یې خبرې په غزه کې د یرغمل شویو کسانو پر خوشې کېدو، د حماس پر ماتې او ایران سره پر مقابلې ورټولې وي.
ښاغلي نتنیاهو په هوايي ډګر کې د دې لیدنې په اړه ویلي و چې بایډن سره یې په داسې حال کې "مهم" لیده کاته کېږي چې "اسرائیل په جګړه کې ښکېل دی او امریکا هم بې ثباته سیاسي وضعیت سره مخ ده."
هغې ویلي، له دیموکرات او جمهوري غوښتونکو دواړو حزبونو ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړې چې "خپلو دواړو خواوو دوستانو ته وایم، اسرائیل پرته له دې چې په پام کې ونیسي چې څوک به د امریکا ولسمشر کېږي سیمه کې به د امریکا نږدې متحد پاتې شي."
نوموړي ویلي، دا یو ښه فرصت کیدی شي چې د غزې په جګړه کې د جو بایډن له ملاتړه مننه وکړي.
داسې حال کې چې جو بایډن پر کرونا اخته شوی او قرنتین دی، مالومه نه ده چې بنیامین نتنیاهو سره د هغه لیده کاته به د سه شنبې پر ورځ څه ډول وشي.
امریکا ته د نتنیاهو سفر چې د امریکا تر ټولو نږدې متحد دی، له ټاکنو د جو بایډن له وتو وروسته ترسره کېږي.
ځینې شنونکي په دې باور دي، چې دا سفر د اسرائیلو او امریکا د اړیکو د یو ښه تصویر د وړاندې کولو هڅه ده چې د ښاغلي نتنیاهو په مشرۍ کې تت بریښي.
ټاکل شوې چې ښاغلی نتنیاهو د چارشنبې پر ورځ د امریکا کانګرېس ته هم وینا وکړي.
تمه ده چې د هغه وینا به په منځني ختیځ کې د کړکېچن وضعیت او سیمه کې د جګړې د پراخېدو د ګواښ د ځواب ویلو لپاره د اسرائیلو او امریکا تر منځ پر همغږۍ ورټوله وي.
د بنیامین نتنیاهو حکومت په هېواد کې دننه احتجاجونو او د اپوزیسیون د مخ پر زیاتېدونکو نیوکو سره مخ دی.
د هغه متحدینو هم نوموړی غزه کې د اوربند منلو لپاره تر فشار لاندې راوستی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جو بایډن او نتنیاهو اړیکې
بنیامین نتنیاهو د ۲۰۲۲ کال په پای کې د شپږم ځل لپاره د اسرائیلو لومړی وزیر شو، خو د جو بایډن له حکومت سره د هغه اختلافاتو په تېره بیا په غزه کې د جګړې له پېلېدو وروسته د رسنیو پام ځان ته را اړولی دی.
له هغې وروسته دا د نوموړي لومړی ځل دی چې د سپینې ماڼۍ په رسمي بلنه امریکا ته سفر کوي.
جو بایډن او بنیامین نتنیاهو په نیویارک کې د ۲۰۲۳ کال سپټمبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې سره وکتل او د دواړو هېوادونو پر "نه ماتیدونکي اتحاد" یې تینګار وکړ، خو هغه څه چې د امریکايي رسنیو ډېر پام یې ځان ته راواړاوه دا و چې دوی په سپینه ماڼۍ کې نه دي سره کتلي.
د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس له بریدو وروسته جو بایډن اسرائیل ته سفر وکړ، خو پر جګړې له څو میاشتې تېرېدو وروسته له اسرائیلو د امریکا ملاتړ سختو نیوکو سره مخ شو.
وروسته جو بایډن د غزې په جګړه کې د بنیامین نتنیاهو پر چلن په ښکاره نیوکه وکړه او ویې ویل چې، په جګړه کې د هغه دا ډول چلن اسرائیلو ته "سخت زیان" اړوي.
له هغه وروسته د اوربند خبرو اترو او اسرائیلو ته د امریکا له خوا د وسلو لېږد په ګډون ځینو نورو موضوعاتو د دواړو متحدینو تر منځ د اړیکو ترینګلتیا لامل شوي دي.











