اندونیزیا: په رحم کې ساتل شوي ماشومان، چې شاوخوا ۶۰۰ ډالرو په بدل کې پلورل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اندونیزیا پولیسو د ماشومانو د قاچاق یوه نړیواله ډله کشف کړې، چې ادعا کېږي له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې په سینګاپور کې لږترلږه ۲۵ نوي زېږېدلي ماشومان پلورلي دي.
چارواکو په روانه اونۍ کې د اندونیزیا په پونتیاناک او تانګیرانګ ښارونو کې له دې ډلې سره اړوند ۱۳ کسان ونیول او شپږ ماشومان یې ترې وژغرول، چې نژدې وو، قاچاق شي او ټول یې شاوخوا یو کلن وو.
د لویدیځې جاوا پولیسو د عمومي جنایي تحقیقاتو مشر سوراوان د بي بي سي انډونیزیايي برخې ته وویل: "ماشومان لومړی په پونتیاناک کې ساتل شوي وو او سینګاپور ته د لیږلو لپاره یې د کډوالۍ اسناد ترتیب شوي وو."
بي بي سي نیوز له سینګاپور پولیسو او د سینګاپور د کورنیو چارو له وزارت سره د نظر اخیستو لپاره اړیکه ونیوله، خو هېڅ ځواب یې ترلاسه نه کړ.
د پولیسو په خبره د انساني قاچاقبرو دغې ډلې به لومړی هغه میندې موندلې چې د بېلابېلو لاملونو له کبله به یې نه غوښتل خپل ماشوم لوی کړي، له دوی سره به یې لومړی د فېسبوک او بیا د وټس اپ له لارې اړیکې نیولې.
سوروان وویل: "ځینې ماشومان ان د میندو په رحم کې پلورل کېدل او کله به چې وزېږیدل، د زېږون لګښت به یې پرې کېده او د پیسو بدل کې به ماشوم ترې اخیستل کېده."
د پولیسو په وینا، په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې ماشومان، پالونکي او هغه کسان به یې موندل او تعقیبول چې دوی ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو او یا یې دوی ته د زېږون، کورنۍ جعلي اسناد لکه کارتونه او پاسپورتونه چمتو کول.
پولیس وايي، له خپلو میندو څخه له اخیستل کېدو وروسته دغه ماشومان له دوو څخه تر دریو میاشتو پورې پالونکو ته ورکول کېدل او بیا جاکارتا او یا پونتیاناک ته استول کېدل، چې د دوی لپاره د زېږون سندونه، پاسپورټونه او نور اسناد چمتو شي.
چارواکي وايي، چې دغه ماشومان به د ۱۱ میلیونه انډونیزیایي پیسو (۶۷۳ ډالرو؛ ۵۰۲ پونډه) او ۱۶ میلیون انډونیزیایي پیسو ترمنځ پلورل کېدل.
د ځینو نیول شویو کسانو په وینا، دې ډلې لږترلږه ۱۲ نارینه او ۱۳ ښځینه ماشومان په هېواد کې دننه او بهر پلورلي دي او ډېری یې دا ماشومان د اندونیزیا د لویدیځ جاوا ایالت له بېلابېلو سیمو او ښارونو څخه راوړل شوي وو.
د اندونیزیا پولیسو د پنجشنبې پر ورځ وویل چې د دوی "سملاسي دنده" په سینګاپور کې د هغو کسانو موندل دي، چې ماشومانیې د زوی یا لور په توګه اخیستل.

د عکس سرچینه، West Java Regional Police
سوراوان خبریالانو ته وویل: "موږ به د هغو ماشومانو معلومات وارزو چې استول شوي دي، چې ښه پوه شو، چې څوک استول شوي، څوک ورسره ملګري وو، کله استول شوي او هلته یې پالونکي څوک دي؟."
هغه زیاته کړه، د پولیسو لخوا راټول شوي ډېری معلومات ښیي، چې د ماشومانو تابعیت بدل شوی دی او چارواکي لاهم د دوی پاسپورټونه لټوي.
سوراوان مخکې بي بي سي انډونیزیا څانګې ته ویلي وو، چې ماشومان د قاچاقبرو او والدینو ترمنځ د هوکړې له مخې اخیستل شوي او تر اوسه پورې یو هم د تښتونې له لارې نه دی اخیستل شوی. د نوموړي په خبره، هغو والدینو چې خپل ماشوم یې د تښتول شوي په توګه راپور کړی و، د دې کار دلیل یې دا و، چې دلال دوی ته پیسې نه وې ورکړې.
سوراوان وايي، داسې ګومان کېږي چې هغه مېندې-پلرونه، چې د مالي ستونزو له امله د خپلو ماشومانو له پلورلو سره موافقه کړې وي، کېدای شي هغوی هم د جنایي جرمونو په تور محاکمه شي.
هغه زیاته کړه: "که دا ثابته شي چې د والدینو او مجرمینو ترمنځ موافقه شوې وه، نو دوی د ماشومانو د ساتنې جرمونو او د انساني قاچاق په جرمونو تورن کېدای شي."
د اندونیزیا پولیسو د انټرپول او سینګاپور پولیسو څخه د مرستې غوښتنه کړې، چې د یادې ډلې غړي چې لاهم په بهر کې دي او پیرودونکي ونیسي.
سوروان وايي: "موږ به مجرمین د مطلوبو کسانو په توګه لیست کړو. سربېره پردې، موږ به خبرتیا خپره کړو یا به په یادو هېوادونو کې د قانون پلي کونکو څخه د دوی د نیولو غوښتنه وکړو."
د اندونیزیا د ماشومانو ساتنې کمېسیون(کي پي اې ای) کمیشنرې آی رحمیانتي په وینا، د ماشومانو د قاچاق ډلې معمولا هغه ښځې په نښه کوي، چې د ناهیلۍ په حالت کې وي.
نوموړې بي بي سي انډونیزیا څانګې ته وویل: "د بېلګې په توګه، له دوی سره جنسي تاوتریخوالی شوی وي، د مېړه لخوا پرېښودل شوې وي، یا له ژمنتیا پرته اړیکو څخه مېندواره شوې وي."
په اندونیزیا کې د ځینو ځانګړو شرایطو لکه طبي بېړني حالت، یا د جنسي تېري له امله رامنځته شويو مېندوارۍ پرته د جنینسقط غیرقانوني چاره ده.
آی رحمیانتي وویل، د ماشومانو یا ماشومانو د قاچاق ډلې ډېری وختونه د زېږون کلینیکونو، یتیمانو پالنې مرکزونو یا ټولنیزو سرپناهګانو د کارکوونکو په توګه ځان معرفي کوي او داسې ښکاري، چې د زیانمنو شویو مېرمنو او ماشومانو پالنه کوي:
"دا کلینیکونه یا سرپناه داسې ژبه کاروي چې په لومړي سر کې د خواخوږۍ وړ ښکاري، لکه د بېلګې په توګه وايي: 'تاسو کولی شئ زېږون ورکړئ او خپل ماشوم کور ته بوځئ'.
خو نوموړې زیاتوي، په حقیقت کې دوی پیسې ورکوي او په ناقانونه توګه د ماشوم د پالنې او ساتنې واک اخلي.
که څه هم په اندونیزیا کې د پلورل شویو ماشومانو د شمېر په اړه رسمي معلومات نشته، خو د انساني قاچاق جرمونو په اړه د یاد کمېسیون معلومات ښیي، چې دا حالت دوامداره او مخ په زیاتیدو دی.
په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د اندونیزیا د ماشومانو د ساتنې کمیسیون د ماشومانو د ناقانونه زویولۍ ۱۱ قضیې ثبت کړې وې، په ۲۰۲۳ کال کې یې د ناقانونه زویولۍ په پلمه د ماشومانو د تښتونې او قاچاق اړوند ۵۹ قضیې ثبت کړې.
یوه له هغو وروستیو قضیو څخه چې د اندونیزیا د ماشومانو د ساتنې کمېسیون څارلې په ۲۰۲۴ کال کې رامنځته شوې. د دې قضیې ماشومان لویدیځ جاوا او بالي په څېر ځایونو کې د پلورلو په حال کې وموندل شول.
نوموړې زیاته کړې: "په جاوا کې، [بیه] د ۱۱ میلیون او ۱۵ میلیون اندونیزیايي پیسو ترمنځ ده، په داسې حال کې چې په بالي کې دا د ۲۰ میلیون څخه تر ۲۶ میلیون پورې رسېدلی شي. بیه د څو شاخصونو پراساس هم ده، چې یو یې د ماشوم فزیکي بڼه ده."











