رضاکارو جراحانو په افغانستان کې د ۲۵ زره داسې ماشومانو جراحي عملیات کړي، چې له پرې شونډې یا تالو سره زېږېدلي وو

یو افغان جراح عبدالغفار غیور، په تېره څه باندې یوه لسیزه کې یې د شاوخوا ۷۲۰۰ پرې شونډو یا پرې تالو روغتیایې ستونزې لرونکو ماشومان وړیا عملیاتونه کړي.

د عکس سرچینه، Mohmand Hospital

د عکس تشریح، یو افغان جراح عبدالغفار غیوروايي، په تېره څه باندې یوه لسیزه کې یې د شاوخوا ۷۲۰۰ پرې شونډو یا پرې تالو روغتیایې ستونزې لرونکو ماشومان وړیا عملیاتونه کړي.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

د کندهار د اوسېدونکي قدرت‌الله درې کلن زوی له هغو لسګونو افغان ماشومانو یو دی چې د پرې شونډې یا پرې تالو له روغتیایي ستونزې سره زېږېدلی دی.

د شمېرو له مخې، په افغانستان کې په هر ۱۰۰۰ زیږېدلو ماشومانو کې لږ تر لږه دوه ماشومان د پرې شونډې یا پرې تالو روغتیایې ستونزې سره زېږي، چې دا د سیمې هېوادونو په منځ کې تر ټولو لوړه کچه ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د دغې روغتیایي ستونزې لپاره ځانګړی ملي پروګرام نه لري.

دغه تشه خیریه بنسټونو، روغتیایي مؤسسو او نړیوالو مرستندویه ادارو ډکه کړې ده، چې د وړیا جراحي عملیاتو له لارې هڅه کوي دغو ماشومانو ته د عادي ژوند فرصت برابر کړي.

د قدرت الله د زوی د پرې شونډې جراحي‌ عملیات د رضاکاره ډاکټرانو د یوې ډلې له خوا په وړیا ډول ترسره شوی، چې دده په ټکو اوس یې د زوی د مخ بڼه بدله شوې ده.

هغه وایي: " کله، چې به مې د زوی څېرې ته کتل، ډېر به خواشینی شوم، خو هیڅ مې نه‌شوای کولی، ځکه د عملیاتو وس مې نه درلود."

د اټکل له مخې، په افغانستان کې هر کال شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیونه ماشومان زېږي، چې د ځینو روغتیایي نړیوالو ادارو د اټکلي شمېرو له مخې، شاوخوا ۲۵۰ ماشومان د "پرې شونډې او پرې تالو" له روغتیايي ستونزې سره نړۍ ته راځي.

دا پدې مانا، چې هرو ۴۸۰ ماشومانو کې یو یې ددغه روغتیایې ستونزې سره زېږي، خو په ګاونډیو هېوادونو کې دا کچه له ۵۲۳ تر ۱۰۰۰ زېږونونو کې یوه پېښه ده.

دغه روغتیایي ستونزه په پورتنۍ شونډه کې د یوه چاک په بڼه څرګندېږي او د پرې تالو ستونزه د خولې پورته برخه (تالو) کې چاک یا درز وي‌، چې ورسره د ماشوم د خوړلو، خبرې کولو او اورېدلو وړتیا اغېزمنېږي.

ولې ماشومان د (Cleft lip and Palate) روغتیایي نیمګړتیا سره زېږي؟

د افغانستان سویلي هلمند، چې وچکالۍ ځپلی ، د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته هره میاشت شاوخوا ۴۵۰۰ مېندوارې مېرمنې او پۍ ورکوونکې مېندې د درملنې لپاره ځي.

د عکس سرچینه، ‌‌BBC

د عکس تشریح، د هلمند د عامې روغتیا مرستیال نقیب‌الله فاتح وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۹۵۰ هغه ماشومان چې دغه روغتیایي ستونزه یې لرله، جراحي عملیات شوي دي.

که څه هم د دې ستونزې د رامنځته کېدو اصلي لاملونه تل روښانه نه وي، خو د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د مېندوارۍ پر مهال د فولیک اسید کمښت، د خپلسرو درملو (لکه د درد ضد درملو) کارول، خوارځواکي، او ارثي عوامل د پرې شونډې او پرې تالو د روغتیایي نیمګړتیا له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

خو روغتیاپالان وایې په افغانستان کې د نژدې خپلوانو تر منځ ودونه او د زیاتو ماشومانو زېږول، د پرې شونډو او پرې تالو معلولیت لرونکو ماشومانو شمېر لا زیات کړی.

خوارځواکي هم د دغې ستونزې یو لامل بلل کېږي، چې د خوړو د نړیوال پروګرام 'ډبلیو‌اېف‌پي' د ۲۰۲۵ کال یو راپور ښيي چې یو اعشاریه دوه میلیونه مېندوارې او پۍ ورکوونکې مېرمنې د تغذیې کمښت لري.

د بي بي سي د ۲۰۲۳ کال یوه راپور کې راغلي چې د افغانستان سویلي هلمند، چې وچکالۍ ځپلی، د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته هره میاشت شاوخوا ۴۵۰۰ مېندوارې مېرمنې او پۍ ورکوونکې مېندې د درملنې لپاره ځي.

ځکه نو په دغه ولایت کې د هغو نویو زېږېدلو ماشومانو شمېر چې د پرې شونډو او پرې تالو روغتیایي ستونزه لري، زیات دي.

د هلمند د عامې روغتیا مرستیال نقیب‌الله فاتح وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۹۵۰ هغه ماشومان چې دغه روغتیایي ستونزه یې لرله، جراحي عملیات شوي دي.

په ترکیه کې مېشت افغان روغتیاپال عبدالغفار غیور وایې په پنځو پړاوونو کې شاوخوا ۹۰۰ ماشومان، چې پرې شونډې او تالو روغتیایې ستونزې لرل عملیات کړي دي.

د عکس سرچینه، Mohmand Hospital

د عکس تشریح، په ترکیه کې مېشت افغان روغتیاپال عبدالغفار غیور وایې په پنځو پړاوونو کې شاوخوا ۹۰۰ ماشومان، چې پرې شونډې او تالو روغتیایې ستونزې لرل عملیات کړي دي.

د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د پرې شونډو او تالو روغتیایې ستونزې شمېر

په افغانستان کې په هر ۱۰۰۰ زیږون کې لږ تر لږه دوه ماشومان د پرې شونډې یا پرې تالو روغتیایې ستونزې سره زېږي

د عکس سرچینه، Mohmand Hospital

د عکس تشریح، په افغانستان کې په هر ۱۰۰۰ زیږون کې لږ تر لږه دوه ماشومان د پرې شونډې یا پرې تالو روغتیایې ستونزې سره زېږي

د "سمایل ټرین" (Smile Train) او نورو سرچینو د شمېرو له مخې، په هند کې هر کال شاوخوا ۳۵,۰۰۰ ماشومان د پرې شونډو یا پرې تالو له روغتیایي ستونزې سره زېږي.

په نوي ډيلي کې ال انډیا انسټیټیوټ اف مډیکل ساینسز ادارې د یوې څېړنې له مخې، د پرې شونډو یا پرې تالو د پېښو کچه په هر ۱۰۰۰ زېږونو کې ۱.۴ ده (یا په هر ۷۰۰-۸۰۰ زېږونو کې یوه پېښه ده)، چې دا د هند په بېلابېلو برخو کې توپیر لري، په لوېدیځ هند کې زیات او په ختیځ هند کې دا شمېر کم دی.

په ایران کې د پرې شونډو ماشومانو سمه شمېره د ملي ثبت د نشتوالي له امله محدوده ده، خو اټکلونه ښيي چې هر کال شاوخوا ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ ماشومان له دې ستونزې سره زېږي.

د دغې ستونزې کچه د سیمې، کورنۍ شالید او ټولنیزو-اقتصادي شرایطو له مخې توپیر لري. د بېلګې په توګه د ایران د دولتي آژانس د راپور له مخې، په مشهد کې دا کچه لوړه، یعني په هر ۱۰۰۰ زېږونو کې (۱.۹) او په شیراز کې بیا (۰.۸۰) ده.

د "نېشنل سرجري ژورنال" د یوې څېړنې له مخې، چې په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو او ډېره اسماعیل خان سیمو کې ترسره شوې، ښيي چې په هر ۱۰۰۰ زېږونونو کې شاوخوا ۱.۸۳ ماشومان د پرې شونډې یا پرې تالو له روغتیایي ستونزو سره نړۍ ته راځي.

د دغې څېړنې شمېرې ښيي چې ۸۳ سلنه ماشومان د خپلوانو ترمنځ د ودونو له امله د پرې شونډو او پرې تالو د روغتیایي ستونزو سره زېږي او ۱۴ سلنه بیا دا ستونزه له کورنۍ څخه په ارث باندې اخلي.

په تاجکستان کې د پرې شونډو او پرې تالو کچه په هر ۱۰۰۰ زېږونو کې له ۱.۲ تر ۱.۴ پورې ده او هر کال شاوخوا ۳۰۰-۳۵۰ ماشومان د دغه روغتیایي ستونزې سره زېږي.

د خپلوانو ترمنځ ودونه او د غذایي کمښت لوړه کچه د دې پېښو لامل یاد شوی دی.

په ازبکستان کې د پرې شونډو او پرې تالو کچه په هر ۱۰۰۰ زېږونو کې ۱.۳-۱.۵ اټکل شوې ده او هر کال ۱,۰۰۰-۱,۲۰۰ ماشومان له دغه روغتیایي ستونزې سره زېږي.

د خپلوانو ترمنځ ودونه، په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې، او د غذایي کمښت کچه د دې ځینې لاملونه یاد شوي دي.