'مودي واخلئ، شاه رخ واخلئ، راشد خان راکړئ'

د عکس سرچینه، AFP
- Author, مرزا اي بي بیگ
- دنده, بي بي سي اردو، ډیلی
د هند غوره لیګ پایلوبې ته د وتلو سیالۍ کې د افغان بولر راشد خان ځلېدا د هند پر خواله رسنیو تاوده بحثونه پارولي. د راشد خان په هڅو د هند غوره لیګ کې سنرایزر حیدر اباد سیاله لوبډله کلکته نایټ رېډزر ماته کړه او پایلوبې ته ووتله.
ځکه که د راشد ۳۴ منډې نه وی، ښايي کلکته نایټ رایډرز بریالۍ شوې وی، په دا چې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۱۳ منډو په توپیر ۱۶۱ منډې جوړې کړې.
د هند ټکره لوبغاړي سچن ټنډوکر هم راشد خان د ټي ۲۰ ښه سپینر بللی. ډېرو خلکو غوښتنه کړې چې راشد خان ته دې د هند تابعیت ورکړل شي.
راشد خان ته ولې هندي تابعیت ورکړل شي؟
د هند ډېری اوسېدونکو د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوراج غوښتي چې راشد خان ته دې د هند تابعیت ورکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
سوشما سوراج د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي: "ما ټول ټویټونه ولیدل او د تابعیت خبره د کورنیو چارو وزارت کار دی."
ځینو ټویټر کارنو لیکلي وو، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د هندي سینما وتلی ستوری شاه رخ خان واخلئ خو راشد خان موږ ته راکړئ.
د دغه ټویټ په بدل کې افغان ولسمشر اشرف غني لیکلې و چې "افغانستان په خپل اتل راشد خان باندې ویاړي، او له هندي وګرو یې هم مننه وکړه چې دوی راشد خان د هغه د لوبې له امله ستایي، او هغه یې د ملي کرکټ ډلې ویاړ وباله، او زیاته یې موږ یې هېڅکله چاته نه ورکو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
لیکوال او طنز لیکونکي کرتیک کیرامالو پر ټویټر لیکلي: "ګران افغانستانه! موږ به مودي درکړو. لطفاً تاسو راشد خان راکړئ."
راشد خان په لسو بالونو سره ۳۴ منډې جوړې کړې. نوموړي د څو شپږیزو او څلوریزو جوړولو سره سیالې لوبډلې ته۱۷۵هدف وټاکه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
سچن ټڼډوکر هم لیکلي:" ما تل داسې احساس کاوه چې ګواکې راشد خان زموږ ښه سپېنر دی، خو اوس دا خبره پرته له کوم شکه کوم چې راشد خان د ټولې نړۍ ښه سپېنر دی، له دی سربېره هغه ښه توپ اچونکی هم دی، نوموړی ډېر لوړ شخصیت دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنوبي هند د فلم صنعت نامتو لوبغاړي مهیش بابو لیکلي: "د راشد خان پر وړاندې زه تسلیم یم، څومره ښکلې لوبه یې وکړه، زه ټول ټيم ته د دې بریا مبارکي وایم."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
پخوانۍ کرېکټ لوبغاړې انجم چوپرا پر ټویټر لیکلي: "دا د ښاغلي خان په حضور کې د کلکته نایټ رایډرز لپاره ښه لوبه وه. راشد خان خپل حضور وښود."
راشد خان یې په ځواب کې لیکلي: "مننه وروره. ستا فلمونه په شوق سره ګورم."
یوه ډاکټر ګل لیکلي: "اې آر اېچ: نن به هم داسې لوبه وشي."
راشد خان: "ناممکنه ده."
اې آر اېچ: "ولې؟"
راشد خان: "هغه د جمعې ورځ وه، له الله سره وو، نن یکشنبه ده".










