"راشد ښه نه بلکې بهترین توپ اچونکی دی"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د هند پرېميرليګ سياليو کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلې او کلکته نايټرايډرز سيالۍ کې افغان لوبغاړي راشد خان په زړه پورې لوبه وکړه. نوموړې په ۱۰ توپونو ناسوځېدلې ۳۴ منډې جوړې کړې او بل ريکارډ يې په خپل نامه کړ.
د کرېکت د نړۍ تکړه لوبغاړي سچن ټنډولکر په خپل ټویټر لیکلي چې "پخوا به خلکو ویل چې راشد خان ښه بالر دی، نن زه وایم چې دی بهترین ورو بالر دی".

د عکس سرچینه، Getty Images
راشد خان له کولکتې سره په لوبه کې ډېر ښه وځلېد او غلطه به نه وي که ووایو چې په یوازې ځان یې لوبه وګټله.
نوموړي په ۱۰ توپونو ۳۴ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
په توپ اچوونه کې یې درې لوبغاړي وسوځول، یو لوبغاړی یې رن اوټ کړ او دوه کېچونه یې ونیول.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
راشد خان د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړې خپل ايوارډ جلال اباد کې د کرېکټ لوبغالي بريد قربانيانو په نامه کړ.
د نړۍ مشهور کرېکټ لوبغاړو د راشد خان ستاينه کړې او دی يې يو ښه لوبغاړی بللی دی.
د هند پرېمیرلیګ سياليو پايلوبه راتلونکې يکشنبې (۲۷ مې) د سنرايزر حيدراباد او چنای سوپر کېنګز لوبډلو تر منځ کېږي.










