راشد خان ۵۰ اوره سیالیو کې نوی ریکارډ جوړ کړ

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان یواځې یوې ویکټې ته اړتیا لري چې د کرېکټ نړۍ کې زوړ ریکارډ مات او نوی جوړ کړي.

د افغانستان ورو توپ اچوونکی راشد خان په پنځوس اوره لوبو کې د سلو ویکټو اخیستلو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.

د تېرې جمعې په ورځ په حرارا کې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ پنځوس اوره لوبه کې د راشد خان د ویکټو شمېر ۹۹ ته ورسېد.

دغه افغان ورو بالر په ۴۳ سیالیو کې دا ویکټې اخیستې دي.

دی د اسټرالوي تېز توپ اچوونکي میچل سټارک ریکارډ ته نږدې شوی چې د پنځوس اوره سیالیو په ۵۲ لوبو کې یې سل ویکټې اخیستې دي.

د جمعې په ورځ افغالنستان ایرلنډ ته په ماتې ور کولو سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته لار وموند.

دا د افغان لوبډلې لپاره نه باورېدونکی چانس و.

راشد خان چې ۱۹ کلن دی نن د ویسټ انډیز سره لوبه کې دا چانس ترلاسه کړ چې د اسټرالوي لوبغاړي ریکاډ مات او د کرېکټ نړۍ کې نوی ریکاډ جوړ کړي.

راشد خان اوسمهال د کریکټ د نړیوالې شورا د توپ اچوونکو په جدول کې هم په یو ورځنیو لوبو او هم په شل اوره لوبو کې د لست په سر کې تر ټولو غوره بالر دی.

ده په ۲۶مه لوبه کې ۵۰ ویکټې پوره کړې، خو راتلونکې ۴۹ ویکټې یې یوازې ۱۷ لوبو کې اخیستې وې او نن یې سلمه ویکټه واخیسته.

د ده د بالینګ اوسط په هغو توپ اچوونکو کې- چې ۱۰۰۰ توپونه یې اچولي- تر ټولو غوره دی.

د راشد خان نورې بریاوې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان شل اوره لوبو کې هم د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د نوې ډلبندۍ له مخې تېره پرورۍ په ۲۰ اوره لوبو کې هم راشد خان د نړۍ لومړی مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا د دې لوبو د غوره توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې د ۷۵۹ امتیازونو په لرلو سره راشد خان ته لومړی ځای ور کړی.

په دغه نوملړ کې د نیوزیلنډ توپ اچوونکی ايش سودهي د ۷۰۰ امتیازونو په لرلو سره دویم، د ویسټ انډیز سمویل بدري د ۶۹۱ امتیازونو په لرلو سره درېیم او د پاکستان عماد وسیم د ۶۷۷ امتیازونو په لرلو سره څلورم ځای خپل کړی دی.

راشد خان د لږ څه باندې ۱۹ کاله عمر په لرلو سره د کرېکټ د تاریخ لومړی ځوان لوبغاړی دی، چې د یو ورځنیو لوبو د غوره توپ اچوونکو په ډله کې د سر ځای نیسي.

د کال غوره لوبغاړی

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۷ کال دغوره لوبغاړو په اعلانولو کې راشد خان د ۲۰۱۷ کال د اسوسيېټ 'دوهمې درجې هېوادونو ' غوره لوبغاړی وباله.

ای سي سي وايي، راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې ټولټال ۶۰ وېکټې اخیستي، چې دا پخپله د دوهمې درجې د هېوادونو د یوه لوبغاړي لپاره نوی نړیوال رېکارډ دی.

د کال غوره کرېکټ لوبغاړی د هند کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر یا کپتان ویرات کهولي بلل شوی دی.

کارابین کې تاریخ جوړول

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

تېر سپټمبر د کارابین کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې راشد خان تاریخ جوړ کړ او په لومړي ځل یې هټرېک وکړ.

دا په سي پي ال کې لومړنی هټرېک و. د راشد خان هم لومړنی هټرېک و.

راشد خان وتوانېد چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي پرله پسې وسوځوي.

نوموړي له هغه وروسته بي بي سي ته وویل، چې ترڅو د کارابین کرېکټ وي د افغانستان نوم به ور سره یادېږي.