"راشدخان به د پېښور زلمي لومړی انتخاب وي"

راشد خان او اپريدی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۶ کال کې هم راشد خان د پاکستان سوپر ليګ کې د پېښور زلمي لوبډلې له لوري لوبېدلی و.

د پاکستان کرېکټ بورډ پرون اعلان وکړ چې د راشدخان په ګډون يو شمېر نړيوال لوبغاړي به د پاکستان ليګ سياليو کې ولوبېږي.

د پېښور زلمي لوبډلې څښتن جاويد اپريدي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل، "دوی له پخوا د راشد خان پر وړتيا پوهېدل او د ۲۰۱۸ کال پاکستان کريکټ لیګ کې به نوموړی د پېښور زلمي لوبډلې لومړی انتخاب وي".

د روانې مياشتې پر ۱۵ نېټه به لوبغاړي مزايدې ته وړاندې شي.

په ۲۰۱۶ کال کې هم راشد خان د پاکستان سوپر ليګ کې د پېښور زلمي لوبډلې له لوري غوره شوی و، خو د ښاغلي اپريدي په وينا هغه مهال يې د ويزې په تړاو ستونزه لرله.

پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزې سیالۍ په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې دي او د ۲۰۱۸ کال سیالۍ به یې درېیم پړاو وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دغو سیالیو کې شپږ سیمه ییزې لوبډلې برخه لري، چې اسلام اباد یونایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، پېښور زلمي او کوټه ګلډیټرز لوبډلې يې برخه دي.

د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼه هم دغو سیالیو کې د راشدخان ګډون تایید شوی دی.

بله خوا، پر خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په پاکستان ليګ کې د راشدخان له ګډون سره مخالفت څرګند کړی او ویلي يې دي، چې افغانستان او هند د پاکستان دښمن هېوادونه دي او باید په سیالیو کې د دغو دواړو هېوادونو لوبغاړو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شي.

ټوېټر

د عکس سرچینه، Twitter

راشد خان يو له هغو لوبغاړو دی چې په لوړه بيه په نړيوالو ليګونو کې پلورل شوی دی. د تېر کال هند پرېمیرليګ سياليو تر څنګ په کارابين ليګ کې ښه وځليد او يو شمېر ريکارډونه يې په خپل نامه کړل.

راشد خان د کارابین غوره لیګ کې هم اول ځل هټریک وکړ. نوموړی لومړی افغان لوبغاړی دی چې د اسټرالیا بېګ باش سياليو کې برخه اخلي.

جاويد اپريدی

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، په ۲۰۱۶ کال کې هم راشد خان د پاکستان سوپر ليګ کې د پېښور زلمي لوبډلې له لوري غوره شوی و

راشد خان اوسمهال د انټرکانټیننټل سیالیو کې د ګډون چمتوالي لپاره د هند په ګریټر نواډا کې د ملي لوبډلې له نورو غړو سره په تمرین بوخت دی او پاکستان سوپر لیګ کې یې د ګډون په تړاو څه نه دي ویلي.