کرېکټ: راشد خان د ریکارډونو لړۍ کې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان لیګ سپین توپ اچوونکی بالر راشد خان له ویسټ انډیز سره سیالیو کې یوازې د ۱۸ منډو بدل کې اووه وېکټې واخیستې او دې سره یې په یوه ورځنیو لوبو کې د غوره توپ اچوونکو یا بالرانو کتار کې څلورم ځای خپل کړ.
افغانستان دغه لوبه په ۶۳ منډو وګټله. لوبه په ګراس آیلټ ښار کې وشوه.
افغانستان د شپږو وېکټو په بدل کې ۲۱۲ منډې جوړې کړې.
شېبه وروسته ۱۸ کلن راشدخان کوربانه له ۱۴۹ منډو وروسته له میدانه بهر کړل. ویسټ انډیز لوبغاړي تر ۴۴ اعشاریه څلور اوورنو پورې لوبغالي کې پاتې شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
ویسټ انډیزیانو د دوو وېکټو بدل کې ۶۸ منډې درلودې، چې راشد خان یرغل پیل کړ او خپلو لومړنیو دوو اوورنو کې یې د دوو توپونو بدل کې دوې وېکټې پورته کړې.
جاوید احمدي هم ښه وځلېد، چې ۸۱ منډې یې جوړې کړې، خو دغه لوبه کې میدان راشدخان وګاټه، چې د غوره لوبغاړي جایزه یې د کابل خونړي برید قربانیانو ته ډالۍ کړه:
''موږ هڅه کوو، په هره طریقه چې کېږي د خلکو پر شونډو موسکا بېرته راولو ''.
۲۰۰۱ کال کې د سریلانکا کیڼ لاسي باولر چمیندا واس یوه ورځنۍ لوبه کې د ۱۹ منډو بدل کې اته لوبغاړي سوځولي وو.
د یکشنبې پر ورځ افغانستان ۲۰ اوریزو سیالیو کې د صفر مقابل کې له دریو ماتو وروسته د یوه ورځنیو سیالۍ کې لومړۍ بریا ته ورسېد او دویمه هغه به د یکشنبې پر ورځ کېږي.
یوه ورځنیو لوبو کې پنځه غوره بالینګ کونکي باولران

د عکس سرچینه، Getty Images
- د سریلانکا چمندا واس زمبابوې سره لوبه کې ۱۹ منډې اته وېکټې.
- د پاکستان شاهد اپریدی ۱۲ منډې اووه وېکټې ویسټ انډیز سره لوبه کې جولای ۲۰۱۳
- د استرالیا ګلین میکګرات ۱۵ منډې اووه لوبغاړي نامیبیا سره لوبه کې فبروري ۲۰۰۳
- د افغانستان راشد خان ۱۸ منډې اووه وېکټې ویسټ انډیز سره لوبه کې جون ۲۰۱۷
- د استرالیا اندې بېشل ۲۰ منډې اووه وېکټې، انګلستان سره لوبه کې مارچ ۲۰۰۳
سرچینه Cricinfo








