ټي ۲۰ لوبو ته له راشد خان سره د سسکس تړون

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان مشهور لېګ سپېنر توپ اچوونکی راشد خان ته د انګلستان د شل اوره لوبو یوې لړۍ د لوبو تړون ورکړی. سسکس د شل اوره بلاسټ لوبو په لومړيو نيمايي لوبو کې د راشد خان د لوبولو پرېکړه کړې.
نولس کلن راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې د خپلو نړیوالو لوبو له پیل راهیسې په ۲۷ شل اوره نړيوالو لوبو کې په ۱۴.۳۵ اورونو کې په منځني ډول ۴۲ ويکټې اخیستې دي.
هغه په دې وروستیو کې د استراليا په بېګ باش ليګ کې د اډېلېډ سټرایکرز لوبډلې لپاره ولوبېده.
دغه لوبډله د سسکس د راتلونکي مشر روزونکي جېسن ګېلېسپي له خوا روزل کېده.
ګلېسپي ويلي: "زه د هغه لیدلوري، کاري اخلاقو او ډله ییز کاري فکر سخت اغېزمن کړی یم. د افغانستان لپاره او دغه راز د شل اوره لوبډلو لپاره د هغه لوبې په تېرو دوو کلونو کې ډېرې پام وړ وې".
راشد خان د شل اوره لوبو په وروستي ليګ بېګ باش کې د مخکښ ويکټ اخیستونکي په توګه وځلېده.
هغه په ۱۱ لوبو کې اتلس ويکټې واخیستې او د منډو اوسط یې هم په اور کې ۵.۶۵ و.
هغه دغه راز د هند د غوره ليګ په ليلام کې هم د سنرایزر حيدرآباد لوبډلې لپاره د ۹۸۹،۰۰۰ پونډو په مقابل کې وپېرل شو.
هغه له دې وړاندې په کارابين غوره ليګ او د بنګلدېش په غوره ليګ کرېکټ سياليو کې هم لوبېدلی.
دغه ښي لاس توپ اچوونکی په ننګرهار کې زيږېدلی.
په برېتانيا کې په دغو لوبو کې د هغه ګډون اوس نړيوال کليرېنس او د وېزې ورکړه پورې اړه لري.









