راشد خان، ۲۰ اوریزو لوبو کې دویم غوره توپ اچوونکی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د کرېکټ نړیوالې شورا "ای سي سي" افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان د شل اوریزو لوبو په ډلبندۍ کې د نړۍ دویم غوره توپ اچوونکی ټاکلی.
د نړیوالو شل اوریزو یا ټي ۲۰ لوبو د ۱۰۰ غوره توپ اچوونکو په ډلبندۍ کې پاکستانی عماد وسیم د ۷۱۸ پاینټونو په درلودو د دغې ډلبندۍ په سر کې او راشد خان د ۷۱۷ پاینټونو په ترلاسه کولو دویم ځای خپل کړی.
په دې ډلبنډۍ کې بل افغان لوبغاړی حمزه هوتک په ۶۲۷ پواینټونو اخیستو ۱۳م او محمد نبي په ۶۳۸ پواینټونو اخیستو ۱۹م غوره توپ اچوونکي ټاکل شوي.
درېیم ځای هندي لوبغاړي جیسپریت بومرا ته ورکړل شوی.
درې ورځې وړاندې، راشد خان د بېګ باش سیالۍ کې غوره لوبغاړی اعلان شو.
راشد خان د اسټرالیا د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو، بېګ باش په خپله لومړنۍ سیالۍ کې خپله لوبډله بري ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
د ده لوبډلې، اېډلایډ سټرایکرز پرون سیډني تندر ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه ۱۹ کلن افغان لوبغاړي چې په (ایپيایل) سیالیو کې یې په ۱۹ منډو د ګوجرات لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول، نو لوبډلمشر ډيویډ وارنر یې ډېره ستاینه وکړه:
"هغه یو ځلېدونکی ستوری دی. هغه د یو ځوان په توګه له موږ سره ډېره مرسته وکړه."
د استرالیا د شل اوریز یا بیګ باش لیګ به د راشد ارمان په را خپلولو په افغانستان کې هم خپل مینه وال زیات کړي.









