راشد خان د بېګ باش سیالۍ کې غوره لوبغاړی شو

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان لوبغاړي راشد خان د اسټرالیا د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو، بېګ باش په خپله لومړنۍ سیالۍ کې خپله لوبډله بري ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
د ده لوبډلې، اېډلایډ سټرایکرز پرون سیډني تندر ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې راشد خان دوه مهم لوبغاړي په یوه اوور کې وسوځول او په خپلو څلورو اورونو کې یې یوازې ۲۲ منډې ورکړې.
نن (شنبه، ډیسمبر ۲۳مه) د دې سیالیو په لړ کې سیډني سېکسرز له پرت او مېلبورن رینېګیډز له برېسبن هیټ سره مخامخېږي.
په (ایپيایل) سیالیو کې د راشد ارمان یو بل همډلی او په بیګ باش سیالیو کې د سیډني سیکسر لوبډلې مشر مایس هنریک هم هیله مندي ښودلې وه چې راشد ارمان خپلې لوبډلې ته جذب او له دوی سره به ښه وځلېږي.
اشد ارمان د (ایپيایل) په سیالیو کې ۶۲.۶ اوسط په لرلو په ۱۴ لوبو کې برخه واخیسته چې ټولټال یې ۱۷ کسان وسوځول.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه ۱۸ کلن افغان لوبغاړي چې په (ایپيایل) سیالیو کې یې په ۱۹ منډو د ګوجرات لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول، نو لوبډلمشر ډيویډ وارنر یې ډېره ستاینه وکړه:
"هغه یو ځلېدونکی ستوری دی. هغه د یو ځوان په توګه له موږ سره ډېره مرسته وکړه."
د استرالیا د شل اوریز یا بیګ باش لیګ به د راشد ارمان په را خپلولو په افغانستان کې هم خپل مینه وال زیات کړي.








