سنرایزرز حیدراباد: راشد خان زموږ دفاع وزیر و

ده په اقتصادي توپ اچوونه کې په ټول ای پي ایل کې څلورم ځای خپل کړی و.

د عکس سرچینه، CricBuz

د عکس تشریح، ده په اقتصادي توپ اچوونه کې په ټول ای پي ایل کې څلورم ځای خپل کړی و.

د هند د پریمیر لیګ (ای پي ایل) ۲۰۱۸ لوبو کې د راشد خان لوبډلې سنرایزر حیدراباد نوموړي ته د دفاع وزیر نوم کارولی.

په داسې حال کې چې راشد خان د تېرو ای پي ایل لوبو تر ټولو ډېر ۱۶۷ ډاټ توپونه اچولي دي. په دې مانا چې په ۱۶۷ توپونو یې هېڅ منډې نه دي جوړې شوي.

دا د تېر ای پي ایل تر ټولو ډېر دي. له ده وروسته اومېش یادو دی چې ۱۴۸ ډاټ توپونه یې اچولي.

راشد خان همدارنګه دوهم تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی و. ده په ۱۷ لوبو کې ۲۱ لوبغاړي وسوځول. او په اوسط ډول یې په اور کې ۶،۷۳ منډې ورکړې.

چې په اقتصادي توپ اچوونه کې یې په ټول ای پي ایل کې څلورم ځای خپل کړی و. په دې مانا چې په توپ اچونه یې لږې منډې جوړې شوې دي.

د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې په ټویټر لیکلي:

"راشد خان له لږو منډو دفاع وکړه، په لوبه کې یې مهمې ویکټې واخیستلې او د ۲۰۱۸ ای پي ایل تر ټولو ډېر ډاټ توپونه یې واچول."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای