راشد خان: کرېکټ زما لپاره یو ښکلی خوب دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
پتېل شوې چې نن چهارشنبه د جولای ۴مه به راشد ارمان د انګلستان په یوه کورني لیګ ویټالیټي بلاسټ (Vitality Blast) کې د ساسکس کلب لپاره خپله لومړۍ لوبه وکړي او په کرېکټ کې د لا ځلېدو ارمان به ژوندی وساتی.
راشد ارمان برتانوۍ ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، کرېکټ د هغه لپاره د یوه ښه خوب په څېر دی، ځکه چې دا هر څه له ده سره په افغانستان کې په لنډه موده کې پېښ شول:
"تر اوسه په لیګونو او نړیوال کرېکټ کې هر څه زما په ګټه را څرخي، نو ځکه زه زیار باسم چې دا هر څه دوام وکړي."
ورځپاڼه وايي، نوموړی پرون سهار ختیځ ساسکس کې د هوپ سیمې ته ورسېد او د خپلې لوبډلې له غړو او روزونکي جیسن ګیلسپې سره یې ولیدل.
د استرالیا په بیګ باش لیګ کې د ګیلسپي او راشد جوړه يي لوبه د دې لامل شوه چې اډيلایډ سټرایکرز لوبډله اتلولۍ ته ورسوي او په سږني "ویټالیټي بلاسټ ټورنمنټ" کې هم راشد ارمان د ښاغلي ګیلسپي په هلو ځلو ساسکس لوبډله کې شامل شوی دی.
ګیلسپي تر ډېره لاس خلاصی روزونکی دی او ښايي راشد خان ته موکه برابره کړي چې وښيي په ځانګړي ډول ګوګلي توپ اچونه یې څومره خطرناکه ده.
راشد ارمان د هند د کرېکټ په غوره لیګ یا ای پي ایل او همدارنګه د استرالیا په بیګ باش کې یو له ډېرو ویکټ اخیستونکو توپ اچوونکو و او ښايي د خپلې نوې لوبډلې ساسکس لپاره هم ښې لوبې وګټي.
ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي، که په انګلستان کې ګرمه او وچه هوا وچلېده، نو ویشتنځی به له راشد ارمان سره مرسته وکړي.
ورو توپ اچوونکي په شل اوریزه سیالیو کې د لوبډلې لپاره امتیاز وي او د انګلستان توپ وهونکي خو معمولاً پر ورو توپ اچوونکو چندان ریکارډ نه لري.

د عکس سرچینه، IPL
د ای پي ایل لوبو دغه میلیونر لوبغاړی د انګلستان په روانو لوبو "ویټالیټي بلاسټ" کې هم د ساسکس لوبډلې له خوا په یو میلیون پاونډو اخیستل شوی دی.
دا په دغه ټورنمټ کې تر بین سټوکس وروسته تر ټولو ډېر مالي امتیازات دي.
ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه وايي، د راشد ارمان هر حرکت به افغانستان کې په ځير وکتل شي، چېرته چې د هغه کورنۍ غوښتل راشد ډاکټر شي.
راشد ارمان ویلي، په ساسکس لوبډله کې به د ده شتون په افغانستان کې د دغې لوبډلې مینه وال زیات کړي:
"په افغانستان کې زموږ هره لوبه لیدل کېږي، نو ځکه به سږ ساسکس لوبډله په افغانستان کې ډېر ملاتړي ولري."
راشد ارمان کرېکټ لوبو ته خپلو ۷ وروڼو راوست، د توپ وهنې او اچونې موکه به یې نه ور کوله او یوازې به یې توپونه پرې راټولول.
د انګلستان په پیلېدونکو لوبو کې راشد ارمان یوازینی افغان لوبغاړی نه دی، بلکې له هغه سره دوه نور لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل له 'لېسټه شېر' او مجیب الرحمن بیا 'همپ شېر' لوبډلو سره لوبې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټي ۲۰ بلاسټ په انګلستان او ویلز کې مسلکي شل اوریز کرېکټ لیګ دی، چې د سوداګریزې هوکړې له امله یې سږ نوم په ویټالیټي بلاسټ ټورنمنټ اړول شوی دی.
په دغه ټورنمنټ کې ټولټال ۱۸ لوبډلې په دوه ګروپونو کې لوبه کوي.
سږ به د دغه لیګ لومړۍ لوبه د جولای په څلورمه پیل شي چې پایلوبه به یې د سپټمبر په ۱۵مه په برمینګم ښار کې وشي.
د دغه لیګ د ۲۰۱۷ کال اتلولي ناټینګم شېر اوټلاس (Nottinghamshire Outlaws) لوبډلې ګټلې وه.









