راشد خان خپه هندی ماشوم دلاسا کړ

راشد خان

د عکس سرچینه، Asia Cup 2018

د عکس تشریح، ورځپاڼه وايي راشد خان او محمد شهزاد دغه ماشوم سره ودرېدل او ورسره يې سلفي انځورونه واخيستل.

انډين اېکسپرېس ورځپاڼې "راشد خان له هند سره د لوبې برابرولو وروسته هندى ماشوم دلاسا کړ" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

د ورځپاڼې اشاره هغه هندي ماشوم ته ده چې کله افغان لوبغاړو د هند پر وړاندې لوبه کې د هغوى وروستۍ وېکټه وغورځوله نو په نندارچيانو کې يو ماشوم په ژړا شو، دا صحنه چې پر ټلويزيونونو هم ښکاره شوه نو ډېر پام يې ځانته واړوۀ او پر خواله رسنيو هم ډېر لاس په لاس شوه.

ورځپاڼه وايي خو راشد خان او محمد شهزاد دغه ماشوم سره ودرېدل او ورسره يې سلفي انځورونه واخيستل. ورځپاڼه وايي په دواړو هېوادونو کې د افغان لوبغاړو د دغې کړنې پراخ هرکلى وشو. د هند وتلي کرېکټ لوبغاړي هربجن سېنگ دغه ماشوم ته پر ټوېټر ليکلي زويه خير دى ژاړه مه پايلوبه به موږ گټو.

د ماشوم پلار د هربجن سېنگ په ځواب کې ليکلي "وروره دى اوس خوښ دى او د جمعې ورځې پايلوبې ته سترگې په لار دى."

د خلیلزاد دنده

نيويارک ټايمز افغانستان کې د زلمي خليلزاد د نوي ماموريت په تړاو "آشنا حالت ته بيا له سره راگرځېدل" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي افغانستان کې اوولس کلنې جگړې ته، چې ختمېدا يې نه تر سترگو کېږي د پاى ټکي اېښولو د هڅو يوه برخه اوس زلمي خليلزاد ته ور تر غاړې شوې.

زلمی خلیلزاد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امریکا خلیلزاد د افغانستان چارو کې سلاکار ټاکلی

زلمي خليلزاد خپله دا تجربه داسې بيان کړې لکه يا آشنا حالت چې بيا له سره راگرځېدلى وي.

ورځپاڼه افغانستان کې د ښاغلي خليلزاد د تېر ماموريت په اړه مالومات ورکوي او وايي نوموړي پرون يو ځل بيا افغانستان لپاره د امريکا د ځانگړي استازي په توگه لوړه وکړه او دنده يې دا ځل دا ده چې د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې اترې پيل کړي.

ورځپاڼه وايي هغه خوشبين دى خو تجربې ورته ښوولې چې بايد له احتياطه کار واخلي.

ښاغلي خليلزاد ورځپانې ته ويلي، داسې برېښي چې ځينې طالبان، او يا هم ټول د يوۀ سياسي جوړجاړي او يا پخلاينې له لارې د جگړې د ختمولو په لټه کې دي.

نوموړي ويلي زما دنده دا ځل ډېره مشخصه ده، په مشخصه توگه د وړانديز پر ازمېښت او مرستې ور ټوله ده.

که ریښتوني وي نو يوې هوکړې ته رسېدو لپاره ښکېلو غاړو ته د مرستې او اسانتياوو برابرول او که اړتيا وي په غونډو او بحثونو کې گډون، چې يوې شونې هوکړې ته لار هواره شي.

ښاغلي خليلزاد ورځپاڼې ته ويلي، دا لا وړاندې له وخته ده چې وويل شي دا خبرې اترې به څه راز بڼه خپلوي خو نوموړي د روسيې له لوري مسکو کې جوړېدونکې غونډه کې چې طالبان او ايران به هم په کې شامل وي د امريکا د گډون شونتيا نه ده رد کړې.

حمد الله محب

د عکس سرچینه، @Hamdullah Mohib.

د عکس تشریح، ورځپاڼه همداراز وايي د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب په دغه ناسته کې له خپل روسي سيال سره د ترهگرۍ او نشه يې توکو پر وړاندې د افغانستان او اوسيې د همکاريو پر موضوع هم خبرې وکړې.

پاکستانۍ د نېشن ورځپاڼه وايي افغانستان، هند، ايران او چين د ترهگريزو ډلو په تړاو د داسې مالوماتي زېرمې د جوړولو د نظريې ملاتړ کړى چې روسيې سره هم شريکېږي.

ورځپاڼې د روسيې د امنيت شورا د سلاکر افجينې انوشېن په وينا ليکلي چې د دې موضوع په تړاو په تهران کې د افغان سولې په اړه د څو اړخيزو سلا مشورو د غونډې په ترڅ کې خبرې شوې، چې افغان، روسي، هندي، ايراني، او چينايي پلاويو په کې گډون کړى و.

ښاغلي انوشېن همداراز ويلي چې گډونوالو د ايران د هغه نوښت ملاتړ هم وکړ چې ويل يې د افغانستان په موضوع کې د لومړيتوبونو په اړه د امنيت شورا د سلاکارانو په کچه د نظرونو د شريک کولو يو ميکانيزم رامنځته شي.

ورځپاڼه همداراز وايي د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب په دغه ناسته کې له خپل روسي سيال سره د ترهگرۍ او نشه يې توکو پر وړاندې د افغانستان او اوسيې د همکاريو پر موضوع هم خبرې وکړې.