ناسا: یوه اسماني ډبره ښايي د ۲۰۴۶ کال ولنټاین پر ورځ ځمکې ته ورسېږي

د امریکا فضايي څېړنو اداره ناسا په یوه ټویټر پیغام کې وايي، داسې خورا لږ احتمال شته چې په دا وروستیو کې کشف شوې اسماني ډبره به ۲۰۴۶ کال کې پر ځمکه څه اغېز وکړي.

د ناسا اټکل ښيي چې که دا اسماني ډبره ځکه ته رسېږي، چې کچه یې د اولمپیک لامبو ډنډ هومره ده، نو دا به د ۲۰۴۶ کال د ولنټاین یا مینانو پر ورځ له ځمکې سره ولګېږي.

ناسا وايي، ځمکې ته به د دې ډبرې نژدې کېدو تر ټولو لږ واټن یو اعشاریه اته میلیونه کیلومتره وي.

بل لور څېړونکي لا هم د معلوماتو په راټولولو بوخت دي چې په وینا یې کېدای شي اټکلونه ورسره بدل شي. ناسا وايي، له ۵۶۰ نه یوازې یو سلنه داسې احتمال شته چې دا اسماني ډبره به له ځمکې سره ولګېږي.

دا اسماني ډبره یوازینۍ هغه ده، چې له ځمکې سره د فضايي موجوداتو اغېز په هکله د ناسا مسوولینو اندازې لګولو په الې په لیست کې موجوده ده. اوسمهال د ناسا دې اله کې نور ټول فضايي موجودات د صفر په کچه کې دي، خو دا ډبره یوازینی موجود دی، چې پر ځمکه یې اغېز له له صفر تر لسو د یوه په کچه دی.

له سي این این خبري شبکې سره په دې تړاو خبرو کې د بحري لوریو پېژندنې انجینر ډېویډ فارنوچیا وویل، ''دا موجود په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ نه ده. ''

د ساینټیفک امریکن په وینا که ډي ډبلیو ۲۰۲۳ نومې دا اسماني ډبره له ځمکې سره ټکر هم شي، اغېز به یې دومره پیاوړی نه وي، لکه ۶۶ میلیونه کاله مخکې چې د یوې همداسې ډبرې له کبله ډاینوسار له ځمکې ورک شول.

ساینسپوهان وايي، د هغې ډبرې حجم خورا زیات او ۱۲ کیلومتره پراخه وه. دې سره سره ساینسپوهان وايي، که ډي ۲۰۲۳ له ځمکې له ښاري برخې یا داسې ځای سره ټکر شي چې ګڼ مېشته سیمه وي، اغېز به هرومرو ولري.

په روسیه کې لس کاله مخکې د ډي ډبلیو ۲۰۲۳ پرتله خورا کوچنۍ اسماني ډبره د چیلېابینسک د پاسه وچاودېده، چې په ۲۰۰ مربع کیلومتره سیمه کې یې کړکۍ ماتې کړې.