تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناسا: د اپوفیس اسماني ډبره به تر ۱۰۰ کلونو پر ځمکه راونه لوېږي
د امریکا متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو ادارې ناسا تایید کړه چې د ځمکې د کرې استوګن به ترسلو کلونو پورې د اپوفیس په نامه د هغې اسماني ډبرې له خطر لږ ترلږه د سلو راتلونکو کلونو لپاره خوندي وي.
په ۲۰۰۴ کال کې چې دا اسماني ډبره وموندل شوه ساینسپوهانو فکر کاوه چې ښايي یو وخت له ځمکې سره ټکرشي.
هغه مهال اټکل کېده چې ښايي په ۲۰۲۹ او ۲۰۳۶ کلونو کې دا ډبره له ځمکې سره ټکرشي. وروسته دا نظریه رد شوه خو بیا هم په ۲۰۶۸ کال کې د یوڅه خطر وېره موجوده وه.
خو اوس ناسا د نویو څېړنو پر بنسټ ویلي لږتر لږه د سلو راتلونکو کلونو لپاره داسې کوم خطر نه شته.
پر دغه اسماني ډبره باندې د لرغوني مصر د ګډوډۍ او تیاره د خدای، اپوفیس، نوم ايښودل شوی. دا ډبره چې د لمر پرشاوخوا راڅرخي ۳۴۰ متره پلنوالی یا قطر لري.
دا استېرویید یا اسماني ډبره د مارچ پر پنځمه ځمکې ته ۱۷ میلیونه کیلومتره نږدې تېره شوې وه.
نجومیانو د خپلو څېړنو په ترڅ کې د رادار په مرسته د لمر پر شاوخوا د دې ډبرې د څرخېدو مدار اټکل کړ او ډاډه شول چې په ۲۰۶۸ کې او ان ډېره موده وروسته له ځمکې سره د هغې د ټکر امکان نشته.
په بېساري ډول نږدېتوب
اپوفیس به د ۲۰۲۹ کال د اپرېل پر ۱۳مه ځمکې ته ډېره نږدي شي. اټکل کېږي چې پر دې نېټه به ځمکې ته ۳۲،۰۰۰ کیلومتره نږدي شي. دا واټن د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د واټن لسمه برخه کېږي.
په ۲۰۲۹ کال کې به اپوفیس د ځمکې ختیځه نیمايي یعنې اسیا، افریقا او د اروپا په ځینو برخو کې د لیدلو وړ وي.
درې اسماني ډبرې چې کېدای شي خطرناکې وي
ناسا تل هغه اسماني ډبرې څاري چې کېدای شي یوه ورځ ځمکې ته نږدې تېرې شي او ګواښ پېښ کړي. هرې یوې ته یې یو نوم ورکړی.
۱۹۵۰ ډي اې
دا اسماني ډبره چې ۱،۳ کیلومتره غټوالی لري د ۱۹۵۰ کال د فبروري پر ۲۳ مه وموندل شوه خو ژر له نظره ورکه شوه.
نیمه پېړۍ وروسته بیا ولیدل شوه او ساینس پوهانو وڅېړله. اټکل وشو چې کېدای شي د ۲۸۸۰ کال په مارچ کې د ځمکې پر لور نږدې شي.
خو ځمکې سره د نیغ یا مخامخ تکر امکان یې لږ دی. ناسا وایی له ځمکې سره یې د ټکر چانس ۰،۰۱۲ سلنه دی.
۲۰۱۰ ار اېف ۱۲
دا ډبره چې قطر یې ۷ متره تخمین شوی له ځمکې سره د ټکر د خطر له پلوه د ناسا د لېست په سر کې ده. له ځمکې سره د ټکر شونیتیا یې ۴،۷ سلنه اټکل شوې.
ناسا اټکل کړی چې له ځمکې سره یې د لومړي ټکر امکان ښايي د ۲۰۹۵ کال د سپتمبر پر پنځمه وي. دا ویروونکې ښکاري خو دا ډبره نسبتا وړه ده او ساینسپوهان وايي ځمکې ته کوم ستر خطر نه پېښوي.
۲۰۱۲ اچ جي ۲
اټکل شوی چې له ځمکې سره د دې اسماني ډبرې د ټکر لومړی امکان ښايي د ۲۰۵۲ کال د فبروري پر ۱۲ وي.
دا ډبره ۱۴متره قطر یا سور لري او د ناسا د څار لېست له مخې یې له ځمکې سره د ټکر امکان تر نورو ډېر دی.
خو بیا هم دا اسماني ډبره نسبتا وړه ده، ښايي د ځمکې په اتموسفېر کې وسوځي او تر ځمکې پورې را ونه رسېږی.