اسماني الماس؛ که د تېرې هېرې سیارې یادګار

ستورپوهان وايي، هغه الماس لرونکې اسماني ډبره- چې پر ۲۰۰۸ کال د ځمکې اتموسفېر کې له منځه لاړه- د شمسي نظام د یوې ورکې سیارې ټوټه وه.

دوی وايي، دا سیاره میلیاردونه کلونه مخکې د جوړېدلو بهیر کې له نورو سیارو سره په ټکر کې له منځه لاړه.

د دې نظریې له مخې که دا سیاره جوړېدلی، نو اندازه به یې د عطارد یا مریخ په څېر وه.

دغې څېړنډلې خپل نظر "د طیعت اړیکې" مجله کې چاپ کړی دی.

دوی درې ډوله پرمختللي مایکروسکوپونه کارولي چې د دې الماسي ډبرې منرالي او کیمیايي جوړښت معلوم کړي.

دا سانیسپوهان وايي، دې الماسي ټوټه کې یې داسې مواد موندلي چې په ۲۰ ګیګا پاسکال فشار سره جوړېدلی شي او داسې حالت یواځې په لویو سیاریو کې رامنځ ته کېدلی شي.

دوی په نویو وسایلو سره په دغه ډبره کې د الماسو ترکیب په خورا ځيرتیا سره اندازه کړی دی.

د هغې سیارې ماتې ټوټې د سوډان شمال ته په نوبیان دښته کې غورځېدلې وې.

څېړونکي په دغه لیکنه کې وايي، د دوی ارځونې د دا ډول ستر شي د شتون لومړني قانع کوونکي شواهد ښيي، چې له ورکېدلو وروسته لومړی ځل ترلاسه کېږي.

دا موندنې دا نظریه هم پیاوړې کوي چې د لمري نظام اوسنۍ سیارې د پخوانیو سیارو له پاتې شونو جوړې دي.