تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړیوال فضايي مرکز سوري کېدل او هوا ور ننوتل
په نړیوال فضايي مرکز کې ستورمزلي د یوي فضايي ډبرې سره د ټکر له امله دغه مرکز ته د هوا ننوتلو سره لاس اوګرېوان دي.
د هوا د ليک کېدو دا سوری په هغه ډبه یا کپسول کې دی چې په جون مياشت کې يې له ځمکې څخه ۴۰۰ کیلومتره پاس دغه ازموينځي ته نوي کسان ولېږدول.
فکر کېږيد يوې ډبرې د چټکې ګرځنده ټوټې سره د ټکر له امله دا سوری په دغه ډبه کې پیدا شوی وي.
د امریکا د ټکساس په هوسټون او د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د فضايي ماموريت اداره کوونکي وايي هلته شته شپږو ستور مزلو ته کوم جدي ګواښ نه دی مخ.
له ډېرو کوچنیو اسماني ډبرو سره د دغه فضايي چورلېدونکي مرکز ټکر همېشنی ګواښ دی، ځکه داسې جوړ شوی چې په فضا کې د ګڼو ټوټو له ټکر سره مقاومت وښيي.
په دغه مرکز کې د هوا فشار د حسګرانو له فعالېدو وروسته د ماموریت کنټرولوونکي دغې ستونزې ته متوجه شوي.
هغه مهال ستورمزلي ويده وو، خو کله چې دوی د چهارشنبې په ورځ ورځني کار ته را پاڅېدل د یاد سوري د موندلو دنده ورکړل شوې.
دوی دا سوری د روسيې په سويوز ګاډي کې ومونده چې د جون په اتمه یې دغه تشیالي یا فضايي مرکز ته د اروپايي الکساندر ګېرست په ګډون درې ستورمزلي ورسول.
جرمن ستورمزلی ګېرست به دویم اروپایی وي چې د تشیال نړیوال مرکز مشري ترلاسوي.
روسیه څه وايي؟
د روسکوسمس فدرال فضايي ادارې د مشر دیمتري روګوزين له قوله په روسي خبري اژانسونو کې ویل شوي:
"د شپې او سهار غیر عادي حالت و، فشار ټيټ شوی او په سټېشن کې اکسيجن ليک شوی و."
هغه ويلي، یو کوچنی سوری موندل شوی و؛ ښايي چې دا زیان له بهره ور اوښتی وي. ډیزاین انجنیران په دې اند دي چې دا د کوچنيو ټوټو له امله دی چې په فضا کې ګرځي.
د جرمني ګېرست د ورته سوري شتون پر هغې د ګوتو په اېښتودلو سره تایید کړی.
د يوه ټېپ په وسیله د سوري د پټولو هڅه شوې او ویل کېږي چې دوه میلي متره شاوخوا دی.
ستورمزلي اوس پر ځمکه له انجنیرانو سره په ګده دا ارزوي چې ایا د رغولو لپاره يې نور کار ته اړتیا شته کنه.
ګېرست له امریکايۍ ستورمزلې سېرېنا انن-چانسلر او روسي ستورمزلي سرګيي پروکوپيوف سره په همدغه سویوز فضايي ګاډي کې په دنده بوخت دي چې ټاکل شوې د روان کال په پای کې بېرته ځمکې ته راستون شي.