تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین د سپوږمۍ ډبرې ځمکې ته راوړي
ټاکل شوې چې چین سپوږمۍ ته یوه فضايي بیړۍ واستوي او له نږدې نیمې پېړۍ وروسته د لومړي ځل لپاره له هغه ځایه د نمونې په ډول ډبرې راوړي.
چانګ اي- پنځه په نوم دغه فضايي بېړۍ به سبا سه شنبه (لیندۍ ۴/نوامبر ۲۴) واستول شي، که یې ماموریت بریالی وو او له سپوږمۍ یې ډبرې راوړې، څېړونکي به پرې څېړنه وکړي او تمه لري چې دغه ډبرې به د سپوږمۍ د جوړښت د معلومولو په اړه له انسانانو سره مرسته وکړي.
ورته ماموریت په ۱۹۷۶ میلادي کال کې پخواني شوروي اتحاد ترسره کړی وو او د لونا ۲۴ په نوم فضايي بېړۍ یې سپوږمۍ ته استولې وه.
که د چین دغه هڅه بریالۍ شي له امریکا او شوروي وروسته به دریم هېواد وي چې د سپوږمۍ ډبرې ځمکې ته راوړي.
دغه فضايي بېړۍ به "د لانګ مارچ ۵" توغندي په مټ وتوغول شي.
په ۱۹۷۶ کې د امریکا د یوه ماموریت په پایله کې له سپوږمۍ ۱۷۰ ګرامه او د اپولو ماموریت په پایله چې انسان پر سپوږمۍ قدم وواهه ۳۸۲ کیلو ګرامه خاوره او ډبرې ځمکې ته را وړل شوې وې.
د چین د دې ماموریت په پایله کې هڅه کیږي چې دوه کیلوګرامه ډبرې د سپوږمۍ له هغې برخې راوړي چې تراوسه پکې کېندنه نه ده شوې. دا برخه "د توپانونو سمندر" په نوم پېژندل شوې.
کارپوهان تمه لري چې د 'چانګ اي ۵' بېړۍ په مټ د راوړل شویو ډبرو په مطالعه به ومومي چې په سپوږمۍ کې اورشېندنې تر کومه فعالې وې.
چین په لومړي ځل په ۲۰۱۳ میلادي کال کې وتوانېد چې یوه فضايي بېړنۍ پر سپوږمۍ ښکته کړي او هدف یې دا وو چې په یوه لسیزه کې وکولی شي له سپوږمۍ د بېلګې واخلي او ځمکه ته یې راوړي.