تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افراسیاب خټک: له بلوڅ ملتپالو سره په اوسني چلند پاکستان د ختيځ بنګال پېښه تکراروي
په کوزه پښتونخوا کې د عوامي ملي ګوند مشر او پخواني سناتور افراسیاب خټک ویلي چې بلوڅ ملتپالو سره د خبرو له لارې ستونزو ته یو سیاسي حل را ایستل په کار دي او په وینا یې، د دوی پر ضد پوځي عملیات به د "تباهۍ" پیل او د ختيځ بنګال پېښې تکرار وي چې پاکستان یې ټوټه ټوټه کړ.
ښاغلي خټک دا څرګندونې د پاکستان امنیتي وضعیت په اړه په اسلام اباد کې تر هغې غونډې وروسته کړې دي چې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر په شمول د ګڼو سیاسي ګوندونو مشرانو، پوځي او د استخباراتي ادارو لوړپوړو چارواکو ګډون پکې کړی و.
دغه غونډه په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلهوالو له لوري پر اورګاډي برید او په پښتونخوا کې تر امنیتي پېښو وروسته رابلل شوې. په خبرپاڼه کې یې په پاکستان کې د امنیت راوستلو لپاره په "زور کارولو او پوځي اقدام" باندې ټینګار شوی دی.
خو ښاغلي خټک ویلي چې داسې کول به د هغې "تېروتنې تکرار وي" چې په ۱۹۷۱ کال کې یې د ده په وینا، "پاکستان ټوټه ټوټه کړ."
ښاغلي خټک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هغه مهال هم عوامي ملي ګوند د پوځي عملیاتو مخالفت کړی و او اوس هم وايي چې له بلوڅ ملتپالو سره ستونزو ته باید له سیاسي لارې حل وموندل شي.
ده لیکلي، "زما په زړه دي چې عوامي ملي ګوند په ۱۹۷۱ کال کې په ختیځ بنګال کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی و خو جنرال یحیا خان د ۱۹۷۱ کال په نومبر کې [پر ګوند] بندیز ولګاوه او پاکستان په دسمبر کې ټوټه ټوټه شو."
د یادولو ده چې له دې غونډې سره د پاکستان تحریک انصاف، د بلوچستان ملتپالو ګوندونو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پرېکون کړی و.
د پاکستان پوځ مشر: له دې وروسته زور کاروو
د غونډې تر خبرپاڼې وروسته د پوځ ایاېسپيار رسنیزې برخې په دې ناسته کې د پاکستان د پوځي مشر عاصم منیر د وینا ځينې برخې خپرې کړې دي.
ښاغلي منیر ویلي چې، "د ښې حکومتولۍ تر څنګ پاکستان باید نور پر هارډ سټېټ (له زور کار اخیستونکي) دولت بدل شي، ځکه چې موږ به تر کله سافټ سټېټ (له نرمۍ کار اخیستونکي) په توګه بې شمېره ځانونه قرباني کوو."
د پاکستان پوځ دغه مشر که څه هم د کوم ځانګړي هېواد یا لوري نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي، "څوک چې فکر کوي پاکستان به د دغه ترهګرو په مرسته کمزوری کړي، نن ورځ هغوی ته دا پيغام دی چې موږ پخپل اتحاد سره نه یوازې دوی بلکې د دوی مرستندویان هم له ماتې سره مخامخ کولای شو."
د یادولو ده چې په بلوچستان کې پر اورګاډي د برید په ګډون پاکستان په دغه هېواد کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پړه په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت اچولې.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې دا ادعاوې "بې بنسټه" بللې دي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې پر نورو د پړې وراچولو پر ځای دې د خپل هېواد امنیت ساتلو باندې پام ورټول کړي.
په بلوچستان کې پر جعغر اېکسپرېس نومي اورګاډي د برید مسؤلیت بياېلاې یا بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ ډلې منلې و.
شنونکي څه وايي؟
ځینې شنونکي پر دې باور دي چې د پاکستاني پوځ د مشر دا څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې ګواکې په ځينو سیمو کې به پوځي عملیات وشي او دغه هېواد به نور ستونزو ته د حل لپاره له زوره کار اخیستل پیل کړي.
د پاکستان د دفاعي چارو یو کارپوه متقاعد جنرال اعجاز اعوان وايي، "داسې ښکاري چې په ځينو سیمو کې به عملیات وشي. د جعفر اېکسپرېس بریدګرو خلاف به هم عملیات وشي. خو په دې اړه به وروسته معلومه شي چې دا عملیات به څنګه وي او کوم ځواکونه به ګډون پکې وکړي."
د پاکستان د "عزم استحکام" په نوم پوځي عملیاتو ته په اشاره ښاغلي اعوان وویل، که د عامو خلکو ملاتړ نه وي، "له هېڅ ډول عملیاتو ګټورې پایلې نه شي ترلاسه کېدای."
د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې 'نېټکا' پخواني مشر احسان غني بيبيسي اردو ته ویلي چې پاکستان "پوځي اقدام" ته مخه کوي او دا تګلاره به "اوږده موده روانه پاتې شي."
خو ښاغلي غني زیاتوي چې، "دا به غلطه تګلاره وي. تاسې په زور داسې مسئلو ته حل نه شئ رایستلی ځکه چې تاسې به په دې ډول ډېر خلک ووژنئ نو دا پوښتنه به بیا هم وي چې تر زور کارولو [پوځي عملیاتو] وروسته به څه کېږي؟"
دی سپارښتنه کوي چې پاکستان باید "باور جوړونې باندې کار وکړي" ځکه چې په وینا یې، "اوسمهال بلوڅ پر ریاست هېڅ اعتماد نه کوي."
د یادولو ده چې پاکستان تر دې مخکې هم د وسلهوالو پر ضد په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې له زوره کار اخیستی. په وزیرستان، کورمې او د پښتونخوا په ځينو نورو سیمو کې یې د 'عزم استحکام'، 'ضرب غضب'، او 'راه نجابت' په نوم پوځي عملیات کړي چې له نیوکو سره هم مله وو.