تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د پوځي عملياتو پر سر ناندرۍ
د پاکستان پوځ جګپوړو افسرانو د دوی پر عزم استحکام يا د ځواکمنتيا هوډ په نامه ترهګرۍ ضد پوځي عملياتو د ځينو اړخونو نيوکې بې ځايه بللې، او وايي لاسي یې په اړه ناسم معلومات ورکول کېږي.
د دغو پوځي عملياتو اعلان او په اړه یې ناندرۍ داسې وخت کېږي، چې پاکستان کې امنيتي وضعيت لا ناوړه دی.
د خيبر پښتونخوا شمالي او جنوبي وزيرستان سيمو کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ تازه نښتو کې، د يوه افسر په ګډون څلور پوځيان وژل شوي دي.
خو د پوځي عملياتو مخالفان څه وايي؟ پېښور کې مو همکار رحمان الله د پاکستان عزم استحکام عملياتو او پر وړاندې يې د مخالفتونو په اړه دا راپور رالېږلی دی.