د ۷۰مې لسیزې سندرې، د افغان جامو او لوېدیځ کولتور د نوستالجیا نوې څپه

د ۷۰مې لسیزې سندرې، د افغان جامو او لوېدیځ کولتور د نوستالجیا نوې څپه

که د فلم او سریال مینوال او څاروونکي‌ یاست،‌ او د "نا اشنا څیزونو" په نوم سریال پنځم پړاو مو لیدلی وي،‌ نو خامخا به د بریتانیاوۍ سندرغاړې کیت بوش له نوم سره اشنایاست.‌

د هغې د مشهورې سندرې " د غونډیو پر سر ځغاسته" ځینې برخې د "سټرېنجر تېنګس" سریال په مهمو برخو کې وروسته له څلورو لسیزو د بیا کارېدنې له امله بیا په میلیونو ځله لیدل شوې دي.‌

دا سندره چې په لومړي‌ ځل په ۱۹۸۵ کې خپره شوې، په ۲۰۲۲ کال کې دپلور د نوملړ سر کې راغلې.

د دې سندرې ویوونکې کیت بوش د بي‌بي سي له راډیو ۴ سره‌ په خبرو کې ویلي،‌ تمه یې نه لرله چې دا سندره یې بیا دومره لاس په لاس شي، او دا چې دا ورته حیرانوونکې وه.‌