یو خوب چې په حقیقت بدل شو؛ په کراته کې د ایمن د بریا کیسه

یو خوب چې په حقیقت بدل شو؛ په کراته کې د ایمن د بریا کیسه

ايمن د خېبر پښتونخوا د عبدالولي خان پوهنتون د لوبو څانګې د څلورم سميسټر محصله ده.

هغه د پاکستان د پوځ د استازې لوبغاړې په توګه کراټې کوي او يو شمېر جايزې یې هم ګټلي، چې په کې د سرو زرو مډالونه هم شته.

ايمن وايي، له ماشومتوبه یې کراټو سره مينه لرله.