تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د 'امنیتي عملیاتو' پرمهال یوه نجلۍ وژل شوې، ځايي خلکو د احتجاج ګواښ کړی
- Author, عزیزالله خان
- رپوټ له:, بي بي سي اردو - پېښور
د خیبر پښتونخوا د جنوبي ټانګ ولسوالۍ په اماخېل سیمه کې د 'پوځي عملیاتو' پر مهال یوه ماشومه وژل شوي ده. ځايي خلک وايي، که له پېښې وروسته په سیمه کې د شوې جرګې یوولس پرېکړې ونه منل شي، دوی به لاریون وکړي.
روانه اونۍ په پاکستان پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې په کې ځینې خلک د یوې نجلۍ مړی لیږدوي او د امنیتي ځواکونو د یوه زغره وال موټر مخې ته ولاړ دي او په لوړ اوازه وايي چې "ته خو را کښته شه."
بي بي سي د دې ویډیو د ځای او مهال تائید نه کوي، خو د کلي شورا د مشر محمد علي په وینا: "موږ دا موټرونه ودرول او له هغوی څخه مو وپوښتل چې ولې دا پېښ شول، خو دوی ځواب نه درلود. دوی غوښتل له موږ څخه موبایلونه واخلي، خو موږ دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه."
د ویډیو له خپریدو وروسته د شنبې په ورځ د ټانک ولسوالۍ په ګل امام سیمه کې د ځایی مشرانو یوه جرګه جوړه شوه.
د دې جرګې مشر عبدالقیوم کنډي بي بي سي ته وویل، د نجلۍ له وژل کېدو وروسته، د اماخېل په جرګه کې اعلان وشو چې د جولای په ۲۹مه په پیزو سیمه کې د انډس لویه لاره وتړل شي: "موږ د جرګې اعلان ته ژمن ته یو، خو که زموږ غوښتنې ومنل شي، نو لاریون نه کوو."
د جرګې غوښتنې څه دي؟
د جرګې د مشر عبدالقیوم کنډي په وینا، د سیمه ییز دود له مخې، حکومتي چارواکو، پولیسو او امنیتي چارواکو د ننواتي لپاره ۲.۵ میلیونه روپۍ او درې پسونه د ذبح کولو لپاره راوړل چې د اړخونو ترمنځ روغه جوړه وشي.
هغه زیاته کړه، د سیمې مشرانو دغې حکومتي جرګې ته خپلې یوولس غوښتنې سپارلې دي:
• په سیمه کې باید دوامداره سوله تامین شي
• هغه کسان چې د پاکستان د پوځ لخوا نیول شوي او د دولت ضد فعالیتونو کې ښکیل نه دي، باید سملاسي خوشې شي.
• د هغو کسانو د کورنۍ غړي باید ونه نیول شي چې په ترهګرۍ کې ښکیل دي.
• هیڅوک باید له شواهدو پرته 'ترهګرو ته' د اسانتیاوو چمتو کولو په تور ونه نیول شي.
• هغه وسلې چې د پاکستان پوځ د خلکو له کورونو څخه اخیستي دي، باید بېرته یې ور وسپاري.
• 'کنډیان امن جرګې کابینه' به مطلوب کسان حاضر کړي، خو بېرته راستنېدل یې باید تضمین شي.
• د کورونو د چاپو په جریان کې باید د 'چادر- چاردیواري' یا شخصي حریم خیال وساتل شي او له اجازې پرته د ننوتلو لړۍ باید ودرول شي.
• د کنډیان سیمې په حساسو کلیو کې باید چیک پوسټونه جوړ شي.
• د انعام اماخېل زوی سجاد باید سمدلاسه خوشې شي
• هر هغه څوک چې د طالبانو غړی وي، یا جاسوسي ورته کوي، باید ونیول شي، خو د جاسوسۍ شواهد یې باید وړاندې شي.
• سربېره پردې، وروستۍ غوښتنه دا وه چې په ډېرو ځایونو کې پوځي پوستې جوړې شي.
پېښه څنګه وشوه؟
د وژل شوې نجلۍ خپلوان او د ځايي شورا مشر محمد علي د پېښې په اړه وايي، ټول خپلوان د مازیګر د لمانځه لپاره په چمتووالي بوخت وو چې کوڅه کې د موټرو غږ شو: "زموږ کلی کوچنی دی او یو تنګ سړک لري چې معمولا ډېر موټر دلته نه راځي."
د هغه په وینا، د جولای په ۲۳مه ماښام مهال پوځ او پولیس په زغره والو موټرو کې کلي ته ورغلل چې موټر یې پر خواله رسنۍ خپره شوې ویډیو کې هم لیدل کېږي.
محمد علي وویل: "موږ په منډوه کوڅې ته ووتلو، ځکه له موږ سره د ماشومانو وېره وه، ځکه هغوی په کوڅه کې لوبې کولې. د ډزو غږونه شول چې یوه نجلۍ په مرمۍ ولګېده او ځای پر ځای مړه شوه، نور ماشومان کورونو ته وتښتېدل."
هغه زیاتوي، موږ دا موټرونه ودرول او پوښتنه مو ترې وکړه چې ولې دا پېښ شول. خو دوی ځواب نه درلود. دوی غوښتل چې له موږ موبایلونه واخلي، خو موږ یې ویډیو پر خواله رسنیو خپره کړه.
کله مو چې له هغه وپوښتل چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات روان و او نجلۍ له وسله والو سره د نښتې پر مهال په مرۍ لګېدلې ده؟ نو هغه ادعا وکړه چې "په کومه کوڅه کې چې نجلۍ په مرمۍ ولګېده، هلته هیڅ وسله وال نه و."
محمد علي وايي، د نجلۍ پلار د نیمه پوځي ځواک افسر دی چې د کورمې ولسوالۍ په غرونو کې په دنده بوخت دی او له دې پېښې وروسته هغه ته د خپلې لور د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره رخصت ورکړل شوی دی.
په ثبت شوې قضیه کې څه ویل شوي؟
د پېښې په اړه متضاد راپورونه ورکړل شوي دي.
د ځايي شورا مشر د وژل شوې نجلۍ خپلوان محمد علي د سيټيډي تاڼه کې خپله قضیه ثبت کړې چې په کې د نجلۍ نوم ثانیه بي بي او عمر یې د ۹ او ۱۰ کلونو ترمنځ ښودل شوی دی.
د قضیې د متن له مخې، محمد علي په سیمه کې موجود و چې د ډزو غږونه پیل شول. کله چې هغه په منډه د ډزو ځای ته ورسېد، د یوه کور ترڅنګ د ثانیې بي بي جسد په وینو کې لت پت پروت و.
په دغه قضیه کې لیکل شوي چې هغه ته ویل شوي وو، امنیتي ځواکونو د ترهګرو عناصرو د شتون په اړه عملیات ترسره کړي دي.
له بلې خوا، د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې کله دا پېښه وشوه، په سیمه کې د وسله والو کسانو د شتون راپورونه وو، چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې عملیات کول.
د پولیسو افسر وویل چې په دې سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته وشوه چې یوه مرمۍ پر نجلۍ ولګېده او هغه یې ووژله.
د پولیسو سرچینو ویلي، که څه هم ځایي خلک په امنیتي ځواکونو تور لګوي، خو تر دمګړۍ د دوی د شویو څېړنو له مخې، نجلۍ د وسله والو له خوا وېشتل شوې ده.
بي بي سي په دې اړه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له څانګې (ایایسپيار) سره اړیکه نیولې او د پېښې په اړه یې پوښتنې ترې کړې دي، خو تر اوسه له دوی کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.
تر دې مخکې هم، د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتو یا استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، زیانمن شوي دي.
څو ورځې وړاندې، د ځایي خلکو په وینا، د ټانک ولسوالۍ په ګومل سیمه کې په یوه کور د هاوان مرمۍ ولګېده چې له امله یې دوه کوچني ماشومان ووژل شول او څو نور ټپیان شول.
کله یې چې په تړاو له پولیسو سره اړیکه ونیول شوه، نو ویې ویل چې د پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي.
ځايي خلک څه وايي؟
له پېښې وروسته، ځايي خلکو او د نږدې سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکو د اماخېل کالج مخې ته احتجاج وکړ او پرلت یې وواهه.
د سیمې یو اوسېدونکي محمد علي شاه وايي، دوی یوازې یوه غوښتنه لري او هغه د حکومت په اوسنۍ پالیسۍ کې بدلون دی: "موږ دغسې یوه پالیسي چې له امله یې د بې ګناه پښتنو وینې تویېږي، نه غواړو."
یو ځايي مشر عبدالقیوم وايي، حالت اندېښمنوونکی دی.
ځايي ټولنیز کارمن او قومي مشر پټو لالا له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دا ډول پېښې هره ورځ په سیمه کې رامنځ ته کېږي: "د دې پېښو د مخنیوي لپاره، د ټولو سیاسي ګوندونو پښتانه مشرتابه باید یو لاس شي او واحد دریځ ونیسي."
پر خواله رسنیو خپرې شوې هغې ویډیو ته چې د ثانیه بي بي جسد په کې لیږدول کېږي، بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.
د فېسبوک یوه کاروونکي لیکلي: "موږ تازه له یوه لاریونه راستانه شوي وو چې ناڅاپه د یوې بلې غمجنې او غیر انساني پېښې پر ضد د اعتراض لپاره کېناستو. زموږ ټول ژوند په احتجاج بدل شوی دی."
د یادولو ده چې په شمالي وزیرستان کې د میر علي په تحصیل کې څلور ماشومان په یوه کواډکاپټر (ډرون) برید کې په نښه شول. څو وروځې وروسته په همدغه سیمه کې پر نورو ماشومانو چې د کرېکټ لوبه یې کوله، یو بله کواډکاپټر چاودنه وشوه.
په ورته ډول، د جنوبي وزیرستان په برمل سیمه کې د فوټبال لوبه کوونکو ماشومانو ته نږدې د کواډکاپټر په برید کې ګڼ شمېر ماشومان ټپیان شول. په ورته ډول، ماښام مهال په لکی مروت کې په میدان کې ماشومانو ته نږدې د کواډکاپټر چاودنې کې ۱۴ کسان ټپیان شول، چې ډیری یې ماشومان وو.
پر دې سربېره، د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، یوازې د مې په میاشت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښتو او عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.