تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په دیني مدرسه کې د ماشوم وژنه: مدرسه تړل شوې او طالبان یې کورونو ته رخصت شوي
- Author, محمد زبیر خان
- دنده, خبریال
د پښتونخوا په سوات کې یوه مدرسه وروسته له هغه تړل شوې او ۱۶۰ طالبان یې کورنیو ته سپارل شوي دي چې د ادعا له مخې یوه استاد پکې خپل ۱۲ کلن شاګرد فرحان په وهلو، ډبولو مړ کړی.
دا قضیه د فرحان تره په خوازهخېله تاڼه کې پولیسو سره ثبت کړې ده.
د سوات پولیس وايي چې د دغه ماشوم د قتل په تور او له ځينو نورو طالبانو یا د مدرسې له زدکوونکو سره د تاوتریخوالي په جلا قضیو کې یې ټولټال ۱۱ تنه نیولي دي، خو په وینا یې، دوه تورن تښتېدلي او د نیولو هڅه یې روانه ده.
پېښه څنګه رامنځته شوې؟
د وژل شوي ۱۲ کلن ماشوم تره ځايي پولیسو ته ویلي چې وراره یې له تېرو دریو کلونو راهیسې په (محزن العلوم چالیار مدرسه) کې دیني زدکړې کولې او پلار یې له هېواده بهر کاروزګار کوي.
پولیسو ته د ورکړل شوي بیان له مخې، فرحان نومی ماشوم تر خپل مرګ څلور ورځې مخکې کور ته په رخصتیو تللی و او کورنۍ ته یې په ټینګار سره ویلي وو چې نه غواړي بېرته مدرسې ته لاړ شي. کورنۍ یې چې دلیل ترې پوښتلی و، نو ده ورته ویلي وو چې د مدرسې د سمبالوونکي (مهتمم) زوی له ده "ناوړه غوښتنې" کوي.
د فرحان کاکا وايي چې له دې اورېدو وروسته هغه پخپله دیني مدرسې ته ورسره لاړ او هلته یې د مدرسې له مهتمم محمد عمر، د هغه له زوی احسان الله او د مدرسې له نظم ساتونکي (ناظم) عبدالله سره ولیدل.
د ماشوم تره بيبيسي ته ویلي چې په مدرسه کې دغو ټولو تورنو کسانو پر قرآن شریف لاس کېښود او قسم یې وخوړ چې داسې هېڅه هم نه دي شوي او ګواکې ماشوم له مدرسې د تېښتې لپاره پلمې سانې جوړوي.
دی زیاتوي چې د دغو خبرو پر مهال د فرحان پلار هم له بهره د ویډيويي زنګ پر مټ دا هر څه اورېدل او د مدرسې د سمبالوونکو له ډاډ ورکولو وروسته یې ماشوم په مدرسه کې پرېښود او دی ترې په خپله مخه لاړ.
پولیسو ته د ورکړل شوي بیان له مخې، د همدې ورځې په ماښام د فرحان تره ته د مدرسې ناظم زنګ وکړ او ورته ویې ویل چې وراره یې په تشناب کې غورځېدلی او مړ شوی دی.
د ماشوم کاکا وايي چې کله د خوازهخېله سیمې روغتون ته ورغی نو ویې لیدل چې د وراره مړ بدن یې په داسې حالت کې پروت دی چې "د تاوتریخوالي نښې پرې دي".
'یوازې پر مخ یې د تاوتریخوالي نښې نه وې'
د فرحان تره له بيبيسي سره په خبرو کې وویل چې، "موږ خو هغه د دې لپاره مدرسې ته لېږلی و چې ښه انسان ترې جوړ شي. خو څه خبر وو چې دا مدرسه نه بلکې مسلخ [د ذبحکولو ځای] دی.
دی ادعا کوي چې کله دغه کوچني ته غسل ورکول کېده نو له مخ پرته یې پر ټول بدن د تاوتریخوالي او وهلو، ټکولو نښې وې.
د ده د خبرو له مخې، د مدرسې نورو طالبانو ورته وویل، "چې کله ما هغه ورځ مازدېګر مهال فرحان په مدرسه کې پرېښود او ترې راووتلم نو د مدرسې درو-څلورو کسانو چې مهتمم، د هغه زوی او ناظم پکې شامل دي، ټولو په ګډه په لښتو او زنځيرونو د هغه وهل ټکول پیل کړل".
دی زیاتوي، "ما ته څو طالبانو وویل چې کله به یو [د فرحان په وهلو] ستړی شو نو بل به پیل پرې وکړ. فرحان به چې د اوبو غوښتنه وکړه نو هغوی به ورته ویل چې که چا هم اوبه ورته راوړې نو همدا حال به یې وي".
د خوازهخېله سیمې پولیس وايي چې د قضیې په تړاو یې تورن مهتمم او د هغه زوی نیولي دي خو دوه نور تورن تښتېدلي دي.
د پولیسو په وینا، په مدرسه کې زنځيرونه او کوتک هم موندل شوي.
د سوات ولسوالۍ یا ضلعې د پولیسو افسر محمد عمر خان رسنیو ته ویلي چې په (چالیار) سیمه کې په دې ناثبت شوې مدرسه کې د فرحان نومي ماشوم د قتل او له نورو طالبانو سره د شوي تاوتریخوالي په تور یې د مدرسې د ناظم په ګډون ۱۱ تنه نیولي خو دوه اصلي یا مرکزي تورن تښتېدلي چې د نیولو لپاره یې ځای ځای پلټنې روانې دي.
د دغه افسر په وینا، په مدرسه کې د نورو ماشومانو پر بدن هم د وهلو ټکولو نښې موندل شوې دي او د خوازهخېله سیمې د کمیسار مرستیال په رسمي ډول مدرسه تړلې ده.
محمد عمر خان همدا راز ویلي چې په دې مدرسه کې پر دیني زدکړو بوخت ۱۶۰ ماشومان هم خپلو میندو او پلرونو ته سپارل شوي دي.
دی وايي چې تر دې پېښې وروسته یې په ټوله ولسوالۍ کې د هغو مدرسو پر نوملړ کار پیل کړی چې له حکومت سره ثبت یا راجستر نه دي او په وینا یې، د هغوی پر ضد به هم "سخت ګامونه واخیستلی شي".
'په مدرسو کې دې د څار سیسټم ولګول شي'
په سوات کې د بشري حقونو فعال افتخار افضل خان وايي چې د فرحان نومي ماشوم تر وژل کېدو وروسته ده د مدرسې له ګڼو طالبانو سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. وايي، هغوی ورته ویلي چې د فرحان پر وژلو تورنو کسانو به د مدرسې له نورو طالبانو هم ورته غوښتنې کولې.
د افضل خان په خبره، "یوه ماشوم راته وویل چې یوه ورځ د کوم کار لپاره له خپله ځایه پاڅېدلم او د تورنو کسانو له ډلې مې یو ولید چې په نامناسب حالت کې و. چې څنګه یې زه ولیدم نو زما په وهلو یې بنا وکړه او راته ویې ویل چې که دا خبره مې چا ته وکړه نو ما به ژوندی پرې نه ږدي".
افتخار افضل خان همدا راز ویلي چې له دې پېښو وروسته په مدرسو کې د یوه داسې سیسټم د رامنځته کولو اړتیا ده چې وڅارل شي او تعادل پکې رامنځته شي.
دی وايي چې حکومت ته په کار ده چې د دې لپاره سمې تګلارې جوړې کړي او چارواکي باید وخت نا وخت په منظم ډول پر مدرسو وګرځي چې معلومه شي څه پکې روان دي.