تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"هلکان وهل کېږي او نجونو ته سپکاوی کېږي، ټولګیوال غلي ولاړ او په پټه خاندي"
"کله چې ښوونکي ووهلم، یوه اوونۍ مې لاسونو درد کاوه. لاسونه مې سره شوي وو او دا چې د دوستانو په مخ کې یې زما سپکاوی او بدې خبرې راته وکړې، پرې شرمېږم. هغه زه له ټولګي واېستلم او یو ساعت یې په یوه پښه ودرولم. هغه زدکوونکي چې په دهلېز کې تلل راتلل، خندل یې."
اسما (مستعار نوم) د کابل په یوه دیني مدرسه کې د اتم ټولګي زده کوونکې ده. هغه د ډېرو نورو ماشومانو په څېر د خپل ښوونکي له خوا د وهلو او له تاوتریخوالي سره د مخ کېدو ترخه تجربه لري ځکه چې درس یې نه و زده کړی.
فزیکي سزا هغه وسیله ده چې لا هم د افغانستان په رسمي او غیر رسمي ښوونیزو بنسټونو کې د زده کوونکو چلند د مدیریت او د ښوونکو د غوښتنو د پوره کېدو او تپلو لپاره د نا لیکل شویو اصولو په توګه کارول کېږي.
هېره دې نه وي، چې دا چاره یوازې د طالبانو په دورې پورې محدوده نه ده، بلکې له ډېرو کلونو راهیسې موجوده ده. ښايي د دې ورځو توپیر په دې کې وي، چې ټېکنالوژۍ او ټولنیزې رسنۍ شته او له لارې یې کړنې په چټکۍ عامو خلکو ته رسېږي.
په وروستیو اونیو کې، په افغانستان کې د ښوونکو او د ښوونځیو د مسؤلینو د تاوتریخوالي څو ویډیوګانو خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
له ډلې په یوه ویډیو کې ښوونکي یو ماشوم د پښو پر تلو په لرګیو وهي، په داسې حال کې چې بل کس یې پښې پورته ورته نیولې دي. تر دې مخکې په یوه بله ویډیو کې یو ښوونکی په پرلپسې ډول یو زده کوونکی په څپېړو وهي. وروستۍ ویډیو د یوه ښوونځي مخې ته یوه صحنه ښیي چې پکې یو تن په پرلپسې توګه زده کوونکي په لرګیو وهي، ځکه زده کوونکو د طالبانو له غوښتنې سره سم جامې (یونیفورم) نه دی اغوستی.
"د ښوونځي مرستیال زما د سترګو پر وړاندې زده کوونکی وواهه"
ناهيد (مستعار نوم) په کابل کې د نجونو د ښوونځي مسؤله ده. هغه ټینګار کوي چې په ښوونیزو ادارو کې باید تاوتریخوالی نه وي، خو دا تاییدوي چې د دوی په ښوونځي کې لا هم له وهلو ټکولو کار اخیستل کېږي.
"تیر کال د دا شان کار شاهده وم، لامل یې روښانه نه و. څو ورځې نجلۍ ناوخته کور ته تلله، وروسته ښوونکي شکایت وکړ، بیا د ښوونځي د مدیر مرستیال هغه وهله [او ویې ویل]، له دې وروسته به سمه ښوونځي ته په وخت راځې او په وخت به کور ته ځې. ما وویل چې وهل ټکول باید ونه شي."
که څه هم ښايي د هلکانو په ښوونځیو کې بدني سزا ډیره عامه وي. خو اوسنی حالت د نجونو لپاره ډېر ستونزمن دی. په ځانګړې توګه هغو ته چې شپږم ټولګی یې بشپړ کړی او اړ دي چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره دیني مدرسو ته ولاړې شي.
اسما، چې څو ځله وهل شوې وه، وويل: "زه شکايت نه شم کولی. که مې شکایت کړی وای، ښوونکي نور هم بد چلند کاوه، اوس چې د طالبانو وخت دی، موږ نه شو کولی بل ځای ځان تبدیل کړو، ځکه ښوونځي خلاص نه دي او موږ باید د زدکړو لپاره دا وزغمو."
بل پلو، ناهيد اوسنی حالت، نامناسب اقتصادي وضعیت او محدودیتونه هغه لاملونه ګڼي چې له امله یې ښوونکي له تاوتریخوالي ډک چلند ته مخه کوي او وايي د استادانو او زده کوونکو رواني حالت پر دې موضوع اغېزه کوي.
"د ښوونکو روحیه هم ماته شوې، دوی سمه روحیه نه لري چې خپلو لوستونو ته راشي. ټول ډېر اندېښمن دي."
د مخکېني جمهوري حکومت پر مهال، په ښوونیزو ادارو کې له تاوتریخوالي د زده کونکو د خوندیتوب لپاره تګلارې موجودې وې. د بېلګې په توګه، د افغانستان د پوهنې قانون ۳۹ ماده وايي: د زده کوونکو هر ډول فزیکي یا رواني ځورونه، ان که د هغوی د تأدیب او اصلاح لپاره هم وي، منع ده. سرغړونکي به د قانون له حکمونو سره سم محاکمه شي.
طالبان، چې په ډېری برخو کې لاهم د پخواني حکومت پر قوانینو او اصولو تکیه کوي، معلومه نه ده چې تر کومه حده دې مادې ته ژمن دي. خو په کابل کې د هلکانو او نجونو د یوه ښوونځي لږ تر لږه دوو سرښوونکو بي بي سي ته وویل، دوی ته لیکونه رسېدلي چې پکې ویل شوي، د زده کونکو پر وړاندې باید له تاوتریخوالي ډډه وشي.
همدارنګه د طالبانو محتسبانو تر اوسه له دوو هغو ښوونکو اعتراف اخیستی، چې په کابل کې یې له زده کونکو سره د تاوتریخوالي ویډیوګانې خپرې شوې وې، په ویډیوګانو کې د هغوی څرګندونې او اعترافات خپاره شوي وو.
د زده کونکو چلند د مدیریت لپاره کومې تګلارې شته؟
په هر هېواد کې د زده کوونکو چلند د مدیریت تګلارې توپیر کوي. خو په ډېرو اروپايي هېوادونو کې، که د زده کوونکو کړنې ناسمې او د هغه هېواد د اصولو او قوانینو خلاف وګڼل شي، لپاره یې نرمه سزا په پام کې نیول شوې.
د بېلګې په توګه، په بریتانیا کې، که یو زده کوونکی د ښوونځي له اصولو سره خلاف کوم کار کوي، په لومړي ګام کې، د لوست په پای کې باید پنځلس دقیقې په ټولګي کې پاتې شي او درس ووايي. دا د هغوی د چلند د څرنګوالي پورې اړه لري، دا پنځلس دقیقې کېدای شي تر پنځه څلویښتو دقیقو او ان یوه ساعته دوام وکړي.
که دا کار نتیجه ور نه کړي، د زده کوونکي له کورنۍ سره اړیکه نیول کېږي. که بیا هم پایله ونه لري، مور او پلار یې د ښوونځي ادارې ته ورغواړي، چې د ماشوم په حضور کې یې خبرې ورسره وکړي. له لوسته یوه ورځ محرومیت یې هم په پام کې نیول کېږي. خو که د زده کوونکي ستونزه په ښوونځي کې د ګډوډۍ لامل شي، نور تدبیرونه هم شته، لکه ځانګړي ښوونځي ته د هغوی لېږل یا به هم له ښوونځي وشړل شي، چې وروسته به یې د کورنۍ مسؤلیت وي، خپل ماشوم ته ښوونځی ومومي.
فهیمه ذهین په لندن کې د یوه ښوونځي مشره ده. هغه وايي، د زده کوونکو پر وړاندې نه فزیکي او نه هم لفظي تاوتریخوالی زغمل کېږي.
اغلې ذهین وايي: "هغه ښوونکی چې دا کار وکړي، د تل لپاره له دندې ګوښه کېږي او نور نه شي کولی دندې ته دوام ورکړي."
که ښوونځی د ښوونکو چلند له پامه وغورځوي، بیا بله اداره شته چې د زده کوونکي د کورنۍ د شکایت پلټنه وکړي.
د کابل د یوه ښوونځي ښوونکې ملیحه صدیقي وايي، که یو زده کوونکی تېروتنه وکړي، د دوی اصول دا دي چې لومړی خبرداری ورکړي او که پام ورته ونه کړي، د زده کوونکي بکس یا دستکول ترې اخلي.
ناهيد دا هم وويل، دوی لومړی باید له زده کوونکي سره خبرې وکړي او بيا یې له کورنۍ سره اړیکه ونیسي: "که د هغه کړنې تکرار شي، له ښوونځي اېستل کېږي او جبري سه پارچه (د تبدیلۍ ليک) ورکول کېږي."
د اغلې ناهید په وینا، که چېرې يو ښوونکی له زده کوونکي سره تاوتريخوالی وکړي، د ښوونځي اداره بايد هغه ته لارښونه او توصیه وکړي او کیدای شي ان بل ښوونځي ته یې بدل کړي. خو زیاتوي، تر اوسه د دوی په ښوونځي کې د ښوونکو پر وړاندې داسې کوم ګام نه دی اوچت شوی.