تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وزیرستان: په ادعا شوي ډرون برید کې د ماشومانو وژل کېدو پر ضد احتجاجي پرلت لا هم روان دی
د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د ځايي اوسېدونکو هغه احتجاجي پرلت نن ( د مې ۲۳مه) پنځمه ورځ هم روان دی، چې ادعا کوي په یوه ډرون برید کې د ماشومانو په ګډون ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د ځايي قومي مخورو له قوله وايي، له چارواکو سره یې خبرې نه دي بریالۍ شوې.
د پرلت یو ګډونوال شاه فهد چې د خپلو دوو وژل شویو ماشومانو له جسدونو سره یې په دې پرلت کې ګډون کړی ادعا کوي، چې د کور په انګړ کې له چاودنې وروسته یې ولیدل چې ډرون لا هم په هوا کې و:
''په خونه کې مې تلاوت کاوه. مېرمن مې ماشومانو ته سباناری چمتو کاوه، چې ښوونځي ته روانېدل... د چاودنې غږ له اورېدو وروسته مې انګړ ته منډه کړه. دوو ماشومانو مې زما د سترګو مخکې ساه ورکړه، درېیم ماشوم ټپي و، په غېږ کې مې واخیست او په څو شېبو کې هغه هم زما په غېږ کې مړ شو.''
په دې پېښه کې یو بل ماشوم هم وژل شوی، چې د شاه فهد وراره دی او د نوموړي مېرمن ټپي شوې ده.
شاه فهد وايي، ''دومره به ووایم، چې هر چا دا ظلم کړی، له هغوی سره هم باید همداسې وشي.''
د سیمې پولیسو یوه افسر وقار احمد له بي بي سي سره خبرو کې دې پېښه کې د مرګژوبلې تائید کړی او د سیمې پولیس چارواکي وايي، د سیمې اوسېدونکو ورته ویلي، چې دا ډرون برید و، خو دوی هڅه کوي معلومه کړي، چې دا ډرون له کوم لوري راغلی و.
له پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو، قومي مشرانو او سیاسي فعالانو د وژل شویو څلورو ماشومانو له جسدونو سره یو ځای احتجاجي پرلت پیل کړی و، خو د چارشنبې پر ورځ د دوو ماشومانو مړي خاورو ته وسپارل شول او دوه جسدونه لا هم د سیمې په یوه جومات کې ایښي دي.
پرلت او مذاکرات
د اتمانزو قبیلې یوه مشر مولانا بیت الله بي بي سي ته وویل، پر پنجشنبه یې په میرانشا کې له چارواکو سره خبرې شوې دي او د پېښې په هکله د پلټنو په موخه د یوه کمېسیون جوړولو وړاندیز شوی دی، چې په یوه اونۍ کې به رپوټ چمتو کوي.
نوموړی وايي، د سیمې خلکو د ځايي چارواکو تبادلې غوښتنه هم کړی، خو چارواکو په دې هکله تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
مولانا بیت الله وايي، د قبیلې له سلامشورې وروسته به له چارواکو سره وغږیږي، خو په خبره یې د غوښتنو منل کېدو تر مهاله به د دوی پرلت دوام کوي.
ځايي مخور وايي، که یې په سیمه کې غوښتنې ونه منل شي، د احتجاج لپاره به پېښور یا اسلام اباد ته لاړ شي.
په مذاکراتو کې شاملې دولتي سرچینې بیا ادعا کوي، چې قبیلوي مشرانو ته ویل شوي، چې دا برید چارواکو نه دی کړی او ډاډ ورکړل شوی، چې د پېښې په هکله به پلټنې کېږي او هر هغه څوک به سزا ویني، چې په دې پېښه کې ښکېل وي.
دغه سرچینې ادعا کوي، چې له نژدې شپږ میاشتو راهیسې وسله وال سخت دریځي هم له کواډکاپټرز الې کار اخلي او کېدای شي دا برید سخت دریځو وسله والو کړی وي، خو دا هغه ادعا ده چې لا خو یې خپلواک پخلی نشي کېدلی.
د چارشنبې پر ورځ د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) له لوري هم د دې پېښې په تړاو یوه اعلامیه خپره شوې، چې پکې ویل شوي، د پېښې په هکله پلټنې پیل شوې دی.
په اعلامیه کې ادعا شوې:
''لومړنۍ پایلې ښيي چې دا ناوړه پلان د هند په ملاتړ فتنه الخوارج (پاکستاني طالبان) چمتو او عملي کړی دی.''
په اعلامیه کې راغلي، ''د مې ۱۹ له دې خواشینونکې پېښې وروسته، چې ملکي خلکو ته پکې تلفات اوښتي، د ځینو کړیو له لوري د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد بې بنسټه تورونه لګول کېږي.''
د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، ''دا بې بنسټه تورونه د هغه پروپاګند برخه ده، چې غواړي د سخت دریځۍ پر ضد د پاکستان امنیتي ځواکونو هڅو ته زیان ورسېږي.''