د افغانستان مخابراتو وزارت عواید ۱۷ سلنه ډېر شوي

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي، په ۱۳۹۵ مالي کال کې ددغه وزارت عواید په سلو کې ۱۷ لوړ شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یاد وزارت ویاند محمد یاسین صمیم د یکشنبې په ورځ (جدی ۱۲) یوې خبري غونډې ته وویل، مخابراتو وزارت په ۱۳۹۵ کال کې نژدې ۱۳٫۷ میلیارده افغانۍ عواید لرل چې د تېر کال په پرتله نژدې ۲ میلیارده افغانۍ ډېروالی ښيي.
افغانستان کې مالي کال د هجري لمریز کال د نهمې میاشتې په پای ته رسېډو سره ختمېږي او نوي مالي کال پیلېږي.
ښاغلي صمیم دا هم وویل، په ۱۳۹۵ کال کې ټول ټال شاوخوا ۵٫۹ میلیارده افغانۍ عواید راغونډ شوي وو، چې ۴٫۲ میلیارده یې د ګرځنده ټیلیفون د کریډیټ کارتونو له لس سلنې مالیې ترلاسه شوي.
د نوموړي په وینا، ددغه وزارت پاتې عواید له نامستقیمو عوایدو ترلاسه شوي د مخابراتو وزارت اړوندو شرکتونو مالیې هم پکې شاملې دي.
مخابرات او ټکنالوژي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي برخو ګڼل کېږي، چې په تېرو کلونو کې یې پام وړ پرمختګ کړی او ډېرې پانګونې هم ورباندې شوې دي.

د عکس سرچینه، SAMIM.FACEBOOK
د ښاغلي صمیم د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې برخه کې ۲٫۳ میلیارد ډالر پانګونه شوې او اوس ۲۰۰ زره کسان په دې برخه کې په کار بوخت دي چې ۴۰ سلنه یې ښځې دي.
د نوموړي په خبره، په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د کاروونکو شمېر ۲۱ میلیون کسانو ته رسېږي چې ددغه هېواد په سلو کې ۸۹ نفوس تر پوښښ لاندې راولي.
د مخابراتو وزارت ویاند وویل، په روان کال کې ۴۰ مخابراتي پایې له منځه وړل شوې او د لنډمهال لپاره تر ۳۰۰ ډېرې پایې بندې دي.

د عکس سرچینه، AFP








