'افغانستان نورو خصوصي بانکونو ته د فعالیت جواز نه ورکوي'

د افغانستان بانک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان بانک تر څنګ د بانکونو یوه ټولنه فعاله ده چې د بانکونو تر منځ د همغږی او سالمې سیالۍ لپاره هڅې کوي.
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان بانک بي بي سي ته ویلي، په دې هېواد کې نورو بانکونو ته د فعالیت جواز نه وېشي. دا مهال په افغانستان کې ۱۲ بانکونه بانکي چوپړونه وړاندې کوي چې درې يې دولتي ۷ يې خصوصي او دوه د بهرنیو بانکونو څانګې دي.

د طالبانو له سقوط وروسته د افغانستان بانکي نظام د ډېرو پرمختګونو شاهد و خو ویل کېږي چې د کابل بانک سقوط د خلکو بایللی باور لا هم نه دی جوړ کړی.

په افغانستان کې لومړني دولتي بانک په ۱۹۳۳ او خصوصي بانک په ۲۰۰۳ کال کې په کار پیل وکړ او ورو ورو يې شمېر نژدې شلو بانکونو ته ورسېد.

دلته بانکي فعالیتونه ان په سختو جګړو کې هم نه دي درېدلي، خو شمېرې ښيي چې لا هم په افغانستان کې بانکوالۍ ته د خلکو لاسرسی د سیمې پرتله په ډېره ټیټه کچه کې دی.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې دا وخت نژدې څلور میلیونه وګړي بانکي حسابونه لري چې د ټول هېواد لس سلنه کېږي.

له دې ډلې ډېر يې د بهرنیو ادارو د کارکوونکو، دولتي مامورینو، ښوونکو او افغان ځواکونو حسابونه دي چې معاشونه يې د بانک له لارې ورکول کېږي.

تړل شوي بانکونه

د افغانستان بانک د مالي چارو د څار مرستیال احمد ظاهر ناصرزی وايي په بانکي سکتور کې د خلکو ونډې د ډېرېدو لپاره اړتیا ده چې اوسني فعال بانکونه خپل چوپړونه پراخ کړي او تر دې چارې بانک نوي بانکونو ته د فعالیت جوازونه نه ورکوي:

"اوس باید په دې برخه کې ډېرې هڅې وشي چې همدا بانکونه د افغانستان بېلابېلو ځایونو ته ځانونه ورسوي او خپلې نمایندګۍ پرانیزي، تر څو خلک بانکي نظام ته لاسرسی ومومي، د اوسنیو بانکونو شمېرو ته په کتو د افغانستان بانک پرېکړه کړې چې نورو بانکونو ته د جواز فعالیتونه نه وېشي بلکې همدا بانکونه باید خدمات پراخ کړي."

په دې هېواد کې د بانکونو شمېر ۱۸ ته رسېده، خو د کابل بانک له کړکېچ وروسته تر اوسه شپږ بانکونه تړل شوي دي.

غضنفر بانک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اوسني ۱۲ فعالو بانکونو ټول امانات ۲۴۴ میلیارده افغانیو ته رسېږي.

په تړل شویو بانکونو کې د ایران، پاکستان او هندوستان اړوند بانکي څانګو تر څنګ درې خصوصي بانکونه هم شامل دي.

ملي بانک، پښتني بانک او نوی کابل بانک دولتي بانکونه دي چې څه باندې یو ملیون پیریدونکي او ۸۵ میلیارده افغانۍ شتمني لري.

بلخوا اوه خصوصي بانکونه او د پاکستان د دوه بانکونو څانګې فعاله دي چې د پېرېدونکو شمېر یې له دوه نیم میلیونو او شتمني يې له ۲۰۰ میلیارده افغانیو اوړي.

په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ مسول محمد یوسف سلیم په وینا دلته فعال بانکونه هم اسلامي او هم متعارفه چوپړونه وړاندې کوي:

"موږ اوس فعلاً یو بشپړ اسلامي بانک لرو او په شپږو متعارفو بانکونو کې د اسلامي بانکوالۍ کړکۍ لرو چې دوه يې دولتي بانکونه او څلور نور خصوصي بانکونه دي".

"زموږ متعارف بانکونه هم له خلکو پیسې اخلي او هم خلکو ته د ګټې په بدل کې پورونه ورکوي، خو اسلامي بانکونه چاته پورونه نه ورکوي بلکې د نورو عقودو کار اخلي لکه مرابحه، مضاربه او مشارکه .."

د اوسني ۱۲ فعالو بانکونو ټول امانات ۲۴۴ میلیارده افغانیو ته رسېږي. د ماليې پخوانۍ وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي په افغانستان کې بانکونه ډېر خو د هېواد په اقتصادي وده کې يې ونډه کمه ده:

"دلته ډېر قوانین پرته له دې چې د افغانستان له شرایطو سره جوړ وي له بهره کافي شوي، بانکوالي یواځې دا نده چې خلک پکې خپلې پیسې وساتي او چې کله يي وغواړي ويي باسي، بانکونه باید خلکو ته پورونه ورکړي او یو اقتصادي خوځښت رامنځته کړي دلته تر اوسه پورې خصوصي بانکونو چاته اوږدمهاله پورونه ندي ورکړي او نه يي هم د لویو فابریکو او بنسټونو په جوړولو کې پانګونه کړیده."

عزیزي بانک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوسني فعال بانکونه د هېواد په کچه ۴۱۰ څانګې لري چې فعالیت يې د افغانستان بانک لخوا څارل کیږي.

دی وايي په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د کابل بانک له دیوالي کېدو وروسته په افغانستان کې د بانکوالۍ بحران پیل شو چې لا هم ځای ته نه دی ورغلی:

"دلته دوه یا زیات نه زیات دری بانکونه بیخي بس وو خو دلته د خصوصي بانکونو شمېر ډېر کم وو دلته ورته شرایط خورا اسانه ایښودل شوي وو چې ښه پرېکړه نه وه، وروسته د کابل بانک له بحران سره دا ساحه زیانمه شوه او د بانکوالۍ عمومي بحران يي رامنځته کړ."

اوسني فعال بانکونه د هېواد په کچه ۴۱۰ څانګې لري چې فعالیت يې د افغانستان بانک لخوا څارل کیږي.

د افغانستان بانک تر څنګ د بانکونو یوه ټولنه فعاله ده چې د بانکونو تر منځ د همغږی او سالمې سیالۍ لپاره هڅې کوي.

د دې ټولنې یو مسول ادریس عالمي په وینا په افغانستان کې بانکونه د امنیتي او اقتصادي ننګونو سره سره د ودې په حال کې دي:

په افغان بانکونو کې شاوخوا ۱۰ زره کسان په دندو بوخت دي خو په ټوله کې نیوکې دي چې دې بانکونو لکه د نورې نړۍ په څیر په پانګونه او کارموندنه کې لازم کار نه دی تر سره کړی.