هند د ځیرک ټیلفون جوړونکو ته امر کړی چې په نویو موبایلونو کې د سایبر خوندیتوب دولتي اپلیکېشن ولګوي

یوه ښځه لیدل کیږي چې سور سمارټ فون یې نیولی او د ایپل (Apple) لوګو پرې لګیدلی دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوس مهال هند له ۱.۲ میلیاردو زیات د موبایل کاروونکي لري.

هند ټولو نویو ځيرک ټیلفون (سمارټ فون) کمپنیو ته امر کړی چې خپلو ټیلفونونو کې د حکومت لخوا تیار شوی سایبر امنیتي اپلیکېشن مخکې له مخکې نصب کړي څه چې د محرمیت او څارنې اندېښنې راپارېدلې دي.

د تېرې اوونۍ دغه امر چې د دوشنبې پر ورځ خپور شو په کې د ځیرک ټیلفون یا سمارټ فون جوړونکو ته ۹۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې ډاډ ترلاسه کړي ټول نوي موبایلونه د حکومت 'سنچار ساتي' (Sanchar Saathi) اپلیکیشن ولري، چې "فعالیتونه یې غیر فعال یا محدودېدلی نه شي."

حکومت وايي دا کار اړین دی چې وګړي د یو لاسي موبایل درلودو تصدیق وکړي او د مخابراتي سرچینو د شکمن ناوړه ګټې اخیستنې راپور ورکړي.

هند چې په نړۍ کې د موبایلونو یو له لویو بازارونو دی او له ۱.۲ میلیارد زیات د موبایل کاروونکي لري، د سایبر متخصصینو لخوا پرې نیوکه شوې، چې وایي دا د وګړو د محرمیت حق تر پښو لاندې کوي.

د اپلیکیشن د محرمیت د تګلارو له مخې، دا کولی شي له دغه ټیلفونه زنګونه وکړي، پیغامونه ترې واستوي، د زنګونو او پیغامونو لاګونو، عکسونو او فایلونو، او همدارنګه د ټیلفون کامرې ته لاسرسی ولري.

د 'انټرنیټ ازادۍ بنسټ' په نوم یوې مدافعې ډلې په خپله وینا پاڼه کې وویل: "په ساده ژبه، دا په هند کې پلورل شوی هر سمارټ فون په داسې یوې وسیلې بدلوي چې دولتي سافټویر پکې جبري دی او کاروونکی یې نه شي ردولی، نه یې هم کنټرول، او یا لېرې کولی."

له پراخو نیوکو راپورته کېدو وروسته، د هند د مخابراتو وزیر جوتیراډتیا سینډیا په دې اړه وویل چې د موبایل ټیلفون کاروونکي به دا واک ولري چې که یې نه غواړي، دا اپلیکیشن له خپل ټلیفونه لیرې کولی شي.

هغه پر X (پخواني ټویټر) ولیکل: "دا یو بشپړ رضاکارانه او ډیموکراتیک سیسټم دی - کاروونکي کولی شي اپلیکېشن فعال کړي او له ګټو یې برخمن شي، یا که نه غواړي، په اسانۍ سره یې هر وخت له خپل موبایله حذف کولی شي."

خو وزیر دا روښانه نه کړه چې دا کار به څه ډول ترسره شي که چیرې د اپلیکیشن فعالیتونه غیر فعال یا محدود نه شي.

د 'سنچار ساتي' اپلیکیشن، چې د جنورۍ په میاشت کې یې کار پیل کړ، کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د موبایل IMEI وګوري، د ورک شويو یا غلا شويو ټلیفونونو راپور ورکړي او شکمنې درغلې مخابراتي هڅې په نښه کړي.

څلور نارینه لیدل کیږي چې د ممبۍ په یوه سوداګریز مرکز (مال) کې د ایپل (Apple) په پلورنځي کې ایښودل شوي د آی فون ۱۷ لړۍ (iPhone 17 series) ماډلونه ګوري. دوه یې تېر نیلي (ډارک بلو) کمیسونه اغوستي، یو یې سپین او بل یې خړ کمیس اغوستی دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا امر غواړي چې په هند کې ټول جوړ شوي یا وارد شوي ټیلفونونه باید په ۹۰ ورځو کې دننه دا اپلیکېشن نصب کړي.

IMEI ( د مبایل توکو پېژندنې نړیواله وسیله) یو ځانګړی ۱۵ عددي کوډ دی چې په شبکو کې یو موبایل پېژندلی او اعتبار ورکوي. دا کوډ په اصل کې د ټیلفون سریال نمبر دی.

د هند د مخابراتو څانګې په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې د IMEI نقل شوي یا جعلي کوډونو لرونکي موبایلونه د مخابراتو سایبر امنیت ته "جدي ګواښ" پېښوي.

د ویناپاڼې له مخې: "هند د دویم لاس موبایلونو لوی بازار لري. داسې قضیې هم لیدل شوي چې غلا شوي یا تور لیست شوي موبایلونه بیا پلورل شوي دي،" او زیاته کړې یې ده چې دا کار اخیستونکي په "جرم کې ورګډوي او دوی ته مالي زیان رسوي."

د نویو تګلارو له مخې، مخکې نصب شوی اپلیکېشن باید کاروونکو ته د موبایل د تنظیمولو پر مهال "په اسانۍ د لیدلو او لاسرسي وړ" وي او فعالیتونه یې نه شي غیر فعال یا محدودېدلی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د سمارټ فون جوړونکي باید "هڅه وکړي" چې دا اپلیکېشن د سافټویر تازه کولو له لارې هغو موبایلونو ته هم چمتو کړي چې له فابریکو وتلي خو تر اوسه نه دي پلورل شوي.

له ټولو شرکتونو غوښتل شوي چې په ۱۲۰ ورځو کې د دغه امر د پلې کېدا راپورونه ورکړي.

حکومت وايي دا ګام به د مخابراتو سایبري امنیت پیاوړی کړي. د رویټرز یو راپور، چې رسمي شمېرې ښيي، وایي چې دې اپلیکیشن له ۷۰۰,۰۰۰ زیاتو ورک شویو ټلیفونونو په موندلو کې مرسته کړې ده چې یوازې ۵۰,۰۰۰ یې په اکټوبر میاشت کې وو.

خو کارپوهان وايي چې د اپلیکېشن پراخ واکونه دا اندېښنې راپورته کوي چې ګواکې پراخ معلومات ټولي او شخصي خوندیتوب په کې زیانمنېږي.

د ټیکنالوژۍ چارو یو شنونکی پرسانتو کي روی وايي لویه اندېښنه دا ده چې یوه اپلیکیشن ته په موبایل کې څومره لاسرسی ورکول کېدلی شي.

هغه بي بي سي ته وویل: "موږ په کره ډول نه شو لیدلی چې دا څه کوي، خو موږ لیدلی شو چې دا د ډیرو اجازو غوښتنه کوي - د څراغ (flashlight) څخه تر کیمرې پورې نږې هرڅه ته احتمالي لاسرسی. دا په خپله د اندېښنې وړ ده."

د ګوګل پلی سټور (Google's Play Store) ، اپلیکیشن وايي چې دا هیڅ کاروونکي معلومات نه راټولوي یا یې نه شریکوي. بي بي سي د اپلېکېشن او له دې سره تړلو د محرمیت اندېښنو په اړه د مخابراتو له څانګې ته پوښتنې مخې ته ايښې دي، خو لا یې ځواب نه دی ترلاسه شوی.

ښاغلی روی زیاتوي چې د دې منل به سخت وي، ځکه چې دا امر د اپل په ګډون د ډیرو موبایل جوړونکو له پالیسیو سره په ټکر کې دی.

هغه وايي: "ډېر شرکتونه د سمارټ فون له پلورلو دمخه د هر ډول دولتي یا درېیم ګړي اپلیکېشن لګول منع کوي."

داسې حال کې چې د هند د سمارټ فون بازار کې انډرایډ (Android) د نورو په سر کې دی، د 'کاونټرپواینټ ریسرچ' په وینا، د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې په هېواد کې د ۷۳۵ میلیونه سمارټ فونونو نږدې ۴.۵٪ د اپل آی او اېس (Apple's iOS) سیسټم درلود.

اپل په عامه توګه کومه تبصره نه ده کړې، خو رویټرز راپور ورکوي چې دا شرکت نه غواړي دا امر پلی کړي او "خپلې اندېښنې به ډیلي ته ورسوي."

هند یوازینی هېواد نه دی چې د موبایل تصدیقولو په اړه یې تګلارې سختې کړي دي.

د اګسټ په میاشت کې، روسیې امر وکړ چې په هېواد کې پلورل شويو ټولو ټلیفونونو او ټابلیټونو کې باید د دولتي په ملاتړ چمتو شوي 'میکس میسنجر' (MAX messenger app) اپلیکېشن ولګول شي. دغه څه هم د محرمیت او څارنې اندېښنې راپارولې دي.