ملي امنیت: د حقاني شبکې 'دویم نمبر مشر' مو نیولی

د عکس سرچینه، NDS
د افغانستان د ملي امنيت ادارې ادعا کړې، چې د حقاني شبکې دويم مهم مشر يې نيولى دى.
دغه اداره نيول شوى سړى انس حقاني د جلاالدين حقاني زوي بولي، چې وايي د دغې ډلې له يو بل قوماندان سره يې يوځاى د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نيولى دى.
د ملي امنيت ادارې وياند عبدالحسيب صديقي د ښاغلي حقاني د نیولو په اړه بي بي سي ته وویل:
"انس حقاني د جلال الدین حقاني زوی او تر سراج الدین حقاني وروسته د حقاني په شبکه کې تر ټولو مهم کس و. انس حقاني د حقاني شبکې په ټولو پرېکړو کې مهم رول درلود او زیاتره به خلیجي او عربي هېوادنو ته تله، چې د خپلو "ترهګریزو" فعالیتونو لپاره به یې له عرب شیخانو نه پیسې او مرستې ترلاسه کولې".
د ملي امنیت اداره ادعا کوي، چې له انس حقاني سره یې د حافظ رشید، چې د محمد عمر زوی دی او د حقاني شبکې یو قومندان و، هم نیول شوی.
ملي امنیت وايي، ښاغلی رشید، د افغانستان په ختیځ او خوست کې د طالبانو عملیاتي مشر هم و.
د افغانستان د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبيل پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې ښاغلی انس او حافظ رشید په خوست ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د تلې پر ۲۲ ونیول شول.
نوموړی وايي، انس د عبدالله په نامه شهرت درلود.
نبیل لیکلي، انس حقاني په کمپیوټر کې ځانګړی مهارت لري، چې په حقاني شبکه کې د ټولنیزو شبکو له لارې د تبلیغاتو په برخه کې یو مخکښ کس و.
رحمت الله نبیل وايي، نیول شوی حافظ رشید ۳۴ کلن دی، چې د طالبانو له لوري د خوست ولایت اسمعیل خېلو ولسوال و خو د پاکستان پنجاب چکوال کې اوسېده.
خو تر اوسه پوري طالبانو او خپلواکو سرچينو دغه ادعا نه ده تاييد کړې.
د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د حقاني شبکې یو مشر او د جلال الدین حقاني ۳۰ کلن زوی ډاکټر نصیر الدین حقاني اسلام اباد کې په ډزو ووژل شو.
هغه مهال حقاني شبکې ویلي وو، چې نصیرالدین د دې شبکې د مالي، لوژستیکي او سیاسي چارو مسؤول و.
د حقاني یو بل ورور بدرالدین، چې د حقاني شبکې د عملیاتي ډلې مشر و، د ۲۰۱۲ په اګست کې د امریکا څارګرو الوتکو وواژه.








