''حقاني شبکه بېرته خپلو پټنځايونو ته مه پرېږدئ''

د عکس سرچینه، AP
امريکا له پاکستان نه په ټينګه غوښتي، په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له پای ته رسېدو وروسته حقاني شبکه پرېنږدي، چې خپلو پټنځايونو ته ورشي.
داسې فکر کېږي، چې حقاني شبکه په وروستيو کلونو کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په فعاليتونو بوخته ده.
امريکا حقاني شبکه د افغان او بهرنيو پوځيانو پر وړاندې په خونړيو بريدونو کې ښکېله بولي او له پاکستان نه د دغې شبکې پر خلاف د پوځي عملياتو کول د امريکا پخوانۍ غوښتنه ده.
په يوه نړیواله امنيتي غونډه کې د سپنې ماڼۍ د ملي امنيت يوه جګپوړي غړي جيفري ايګرز وويل، امريکا د پاکستاني پوځ د عملياتو له پای ته رسېدو وروسته پخوانيو پټنځايونو ته د حقاني شبکې د غړو د بېرته ورستنېدو په اړه پاکستان خبر کړی دی.
دی وايي: ''موږ اورېدلي چې دوی د ښه او بد طالب ترمنځ توپير نه کوي. هغه خبره چې ډېره مهمه ده هغه دا ده په هر ډول چې وي عمليات بايد دوام وکړي او کله چې دا عمليات حتمي پړاو ته رسېږي نو آيا د حقاني شبکې خلک خو به بيا خپلو پټنځايونو ته نه راستنېږي''؟
د ملي امنيت دغه لوړپوړي چارواکي ويلي: ''موږ دا وينو او دا مو پاکستان ته هم ويلي، چې حقاني شبکې خپل پټنځايونه پرېښي او اغېزمن شوي، خو دوی ته بايد پخوانيو سيمو ته د بېرته ورتلو او منظم کېدو اجازه ور نه کړای شي او موږ په دې خبره اندېښمن یو''.
د رويترز خبري اژانس د راپور له مخې له هغه راهيسې چې په شمالي وزيرستان کې تېره مياشت پوځي عمليات پيل شوي تر اوسه د حقاني شبکې د هېڅ جنګيالي د وژل کېدو خبر نه دی ورکړای شوی.
په واشنګټن کې د پاکستان سفير جليل عباس جيلاني په امنيتي غونډه کې د خپلې وينا پر مهال همدا دريځ تکرار کړی.
ده زياته کړه د عملياتو له پيلېدو وړاندې د حقاني شبکې غړي له سيمې وتلي وو، ځکه د عملياتو د پيل په اړه ټول پوهېدل.
ښاغلي جيلاني وويل: ''په دې کې هېڅ شک نه شته چې له حقاني شبکې سره تړلو کسانو سيمه پرېښې ده، ځکه دا خبره پټه نه وه ساتل شوې چې په سيمه کې پوځي عمليات پيلېږي''.

د عکس سرچینه،
په واشنګټن کې د پاکستان سفير ويلي په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې په ګډون له درستې نړۍ اورپکو ته پناه ورکړای شوې او اوس چې هلته پوځي عمليات روان دي د سيمې د خوندي کولو لپاره اړينه ده چې ناټو او افغانستان له پاکستان سره همکاري وکړي.
د پاکستان پوځ وايي په عملياتو کې د سخت دريځو او اورپکو پر وړاندې پرته له توپيره عمليات روان دي.
د رويترز خبري اژانس د راپور له مخې په امريکا کې د افغانستان سفير اکليل حکيمي ويلي چې د دوی د معلوماتو له مخې حقاني شبکې ته په خوندي ډول لاره ورکړای شوې او د پاکستان بل ځای ته لېږدول شوي دي.








