القاعده ولې مشرتابه ته ځوانان جذبوي؟

القاعده

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په راپور کې راغلي، چې القاعده د اویا کلنو مشرانو پرځای هغه کسان ګماري، چې عمرونه یې تر څلوېښتو نه وي اوښتي.

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي، چې د القاعدېشبکې ځینې اړوندې ډلې د ډېر عمر لرونکو کسانو پرځای القاعدې شبکې مشرتابه ته د ځوان نسل او زلمیانو د جذبولو چاره پیل کړې ده.

<link type="page"><caption> راپور </caption><url href="http://www.un.org/en/ga/search/view_doc.asp?symbol=S/2014/41" platform="highweb"/></link>وېره ښوولې، چې ګني د "نصرت جبهه" د خپلو بریدونو لمن د سوریې بهر ته غځوي.

ملګري ملتونه وايي، القاعدههڅه کوي، چې په ځانګړې ټوګه له دېرش کلنۍ تر څلوېښت کلنۍ پورې نوي کسان د دغې شبکې مشرتابه ته ورجذب کړي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې ځینې عناصر ان دداسې ماشومانو وسله وال کول هم پیل کړي، چې عمرونه یې تر دوولسو کلونو ټيټ دي.

راپور د یوې داسې نړیوالې شبکې د جوړېدو خبرداری ورکړی، چې بهرني غړي یې په سوریه کې جنګېږي او پر القاعدې شبکې پورې تړلې "نصرت جبهې" سره نژدې اړیکي پالي.

د راپور غورچاڼ کې ښوول شوې ده، که څه هم نړیوال ترهګر ځپل شوي او اوس یې قوت د پخوا په شان نه دی، خو لاهم ستر ګواښ رامنځ ته کولی شي.

د امنیت شوار له خوا دغه وړاندې شوی راپور ټینګار کوي، چې لاهم د القاعدې شبکې او ورپورې د تړل شویو نورو سخت دریځو ډلو له خوا سخت دریځو وګړو ته الهام ورکول کېږي.

"بېل نظر"

په راپور کې راغلي، چې القاعده د اویا کلنو مشرانو پرځای هغه کسان ګماري، چې عمرونه یې تر څلوېښتو نه وي اوښتي.

راپور وايي، هغه کسان چې "په ترهګریزو چارو کې تجربې لري"، هغه ځوانان دي، چې عمرونه یې د بلوغ او دېرش کلنۍ ترمنځ دي، دوی د نړیوال سیاست په اړه بېل نظر لري، دوی د راتلونکو نسلونو جلبولو ښه وړتیا لري، او له خپلو وړتیاوو په اسانۍ او بېلابېلو تکتیکونو ګټه اخیستی شي.

ویل کېږي، چې د القاعدې شبکې د ځوانانو جلبول په سومالیا، یمن، نایجریا، مالي او سوریه کې احساس شوي دي.

راپور خبردای ورکوي، دا نظریه چې ګني "نصرت جبه" له سوریې پر بریدونو ترکیز نه کوي، ناسمه ده، دغه ډله پر القاعدې شبکې پورې تړلې ده.

د راپور چمتو کوونکي کارپوهان په دې اند دي، چې د منځني ختيځ سخت دریځې ډلې له القاعدې شبکې سره اړیکي لري، او ورو- ورو د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له لارښونو بهر اعمال ترسره کوي.

اسامه او الظواهري

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو راپور وايي، د القاعدې پر غړو د اسامه په پرتله الظواهري راج ډېر نه چلېږي.

ایمن الظواهري په ۲۰۱۱ کال د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته مشر شو.

خو ښکاري چې د القاعدې پر ملاتړو د الظواهري وینا ډېر اغېز نه کوي.

په دغه نړیوال راپور کې راغلي، چې د پیسو ترلاسه کولو کې د القاعدې د غړو له خوا د تښتونې پېښې یو تکتیکي عمل ګرځېدلی، چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو سپارښتنه دا ده چې د تښتول شوي مقابل کې باید پیسې ورنه کړل شي.

په راپور کې دې ته هم اشاره شوې ده، کله چې د القاعدې پر غړو فشار ډېر شي یا پرله پسې بریدونه پرې زیات شي، خپل موقعیت بدلوي.

دوی دا هم وايي، چې د فشار پر وخت د القاعدې شبکې غړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې دغه هېواد ته مخه کوي.

راپور دې ته هم اشاره کوي، چې القاعده تر ټولو د غوره او عصري، پرمختللو او قوي وسلو او بمونو کارولو هڅه کوي.