"۱۱ طالب قومندانان له ۳ هندي انجینرانو سره تبادله شول"

طالب سرچینو بي بي سي ته منلې چې په افغانستان کې یې ۱۱ بندیان له هغو دریو هندي انجنیرانو سره تبادله شوي چې په افغانستان کې د کار پر مهال تښتول شوي وو. سرچینې وایي چې په خوشې شویو طالبانو کې د کونړ او نیمروز لپاره د طالبانو پخواني والیان او یو شمېر نور قوماندانان راځي.
طالب سرچینو اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهرخان ته ویلي چې دوی د بندیانو د خلاصون پر مسلې په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې.
په خوشي شویو طالبانو کې درې مهم کسان دي. په دوی کې د کونړ لپاره د طالبانو پخوانی والي شیخ عبدالرحیم او د نیمروز لپاره د طالبانو والي مولوی عبدالرشید بلوڅ شته.
د دوی ترڅنګ د حقاني کورنۍ یو غړی هم شته. عزیزالرحمن مشهور په احسان الله چې د سراج الدین حقاني خوریی کېږي او له ۱۲ کلونو راپدېخوا بندي و هم خوشې شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ویل کېږي خوشې شوي کسان په بغلان ولایت کې طالبانو ته سپارل شوي چې پر خواله رسنیو د دوی له خوا یوه خپاره شوي عکس کې یې درې تنه د موټر په شا څوکۍ کې ښکاري.
تر دې وړاندې په کابل د امریکايي پوهنتون د دوو تښتول شویو امریکايي پروفیسرانو خوشې کېدو ته تمې ټوکېدلې وې، خو داسې نه ښکاري چې طالبان او امریکایان تر اوسه په دې اړه کومې پایلې ته رسېدلي وي.
اوسمهال له افغان حکومت سره د طالبانو یو لوړپوړی بندي چارواکی انس حقاني دی چې، چې د دې ډلې د مشر سراج الدین حقاني ورور دی او له څو کلونو راهیسي بندي دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان پرون شنبه کابل کې یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې اسلام اباد ته د طالب پلاوی وروستی سفر د سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه لري. نوموړي زیاته کړې وه چې په دې سفر کې طالبان او امریکایان د بندیانو پر تبادلې خبرې کوي.

د عکس سرچینه، MOFA
ځینو رسنیو لیکلي چې دا خوشي طالب مشران له بګرام زندانه خوشي شوي دي، او ښایي افغان دولت په دې تبادله کې ښکېل نه وي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې له ازادۍ راډیو سره یوه مرکه کې ویلي وو، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ورنه د طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
ولسمشر غني ویلي وو چې هغه مهال یې د ښاغلي خلیلزاد دا غوښتنه رد کړې وه. خو لا څرګنده نه ده چې دا ۱۱ طالب مشران په کومو شرایطو له بنده خوشي شوي دي.









