سراج الدین حقاني: "یوازې زما له لاسه یو زر او پنځوس استشهاديان تېر شوي دي"

د حقاني شبکې قومندان سراج الدین حقاني چې د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

د عکس سرچینه، @MJALAL700

د طالبانو د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان په سویلي ښار کندهار کې یوې غونډې ته ویلي، یوازې د ده له جنګي جبهې یو زر او پنځوسو کسانو د هغه پر ټکو 'استشهادي' یا ځانمرګي بریدونه کړي.

هغه له خپلو پلویانو غوښتل چې د دغو بریدګرو قربانۍ هیرې نه کړي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو مشر افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو د شمیر په اړه غږیږي.

ښاغلي حقاني دې غونډې ته وویل: "ګورئ زموږ او ستاسو به کوښښ دا وي که پر موږ نفس غلبه کوي یو کال وړاندې حالت به یادوو، ډير استشهادیان وو، ګورئ یوازې زما له لاسه یو زر پنځوس استشهادیان تیر شوي، خدای دې حساب نه راسره کوي، ددې هر یوه استشهادي ارمان دا و چې دا دی نن یې موږ له ازادۍ خوند اخلو. خدای تعالی دې موږ ته وس نه راکوي، توفیق دې نه راکوي چې موږ له دغو شهداو سره غدر او خیانت وکړو".

تر اوسه افغانستان کې د طالبانو د نورو خاښونو او جنګي جبهو له لوري د کارېدلو ځانمرګو بریدونو شمېر نه دی مالوم.

په تېر نومبر کې سراج الدین حقاني د کابل په انټرکانټننټل هوټل کې د ځانمرګو بریدګرو سلګونه وارثین وربللي وو او هغوی سره یې د مرستو او لاس نیوي ژمنې کړې وې.

سراج الدین

د عکس سرچینه، @moiafghanistan

یاده دې وي چې د ځانمرګو بریدګرو کارول په تېرو شلو کالو کې د بهرنیو او افغان پوځیانو پر ضد د طالبانو یو خونړی او اغېزناک جنګي تکتیک و.

طالبانو د افغانستان بېلابېلو برخو کې دا ډول بریدونو کې افغان او بهرنیو پوځیانو ته درنه مرګژوبله اړوله.

پخواني افغان حکومت ظاهراً د طالبانو د دې جنګي تکتیک پر وړاندې هېڅ عملي ځواب نه درلود، خو تل یې ټینګار کاوه چې ځانمرګي بریدونه حرام دي او طالبان پکې عام خلک په نښه کوي.

طالبان بیا استدلال کوي چې 'استشهادي بریدونه' له ځانمرګو بریدونو توپیر لري او په جنګي حالت کې د اړتیا پر وخت او د وروستۍ وسیلې په توګه 'استشهادي بریدونه' روا دي.

خو په تېرو کلونو کې په سعودي کې د کعبې د امام او همدا راز د مصر د الازهر پوهنتون د شیخانو په ګډون ګڼو مذهبي مشرانو دا ډول بریدونه حرام او له اسلامي اصولو سره په ټکر کې بللي دي.

دا هم د یادونې ده چې افغانستان کې په دغو بریدونو کې د پوځي کسانو ترڅنګ لوی شمېر ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

طالبانو که څه هم تل استدلال کړی چې قصداً یې ولسي خلک نه دي په نښه کړي، خو دا مني چې ځینو مواردو کې سهواً د دوی بریدونو کې د اصلي پوځي هدف ترڅنګ ولسي کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.