کابل او ننګرهار کې ځانمرګي بریدونه شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د کابل امنیتي چارواکي وايي، د ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کلیو او پراختیا وزارت په لومړۍ دروازه کې ځانمرګی برید شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند ویلي، په دې برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د امنیه قومندانۍ رسنیز مشاور حشمت ستانکزی وايي، برید د جولای ۱۵مه ماسپښین ۴ بجې او ۳۰ دقیقې شوی
ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، ځانمرګی بریدګر پلی و.
د کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند بي بي سي ته ویلي، په برید کې ددغه وزارت "پنځه" کارکوونکي وژل شوي او "پنځه" نور ټپیان دي.
بل لور ته د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو د قومندان بلال پاچا پر موټر برید شوی.
ویل کېږي چې په دې برید کې یو سرحدي پولیسو او یو ولسي وګړی وژل شوي، او ۶ تنه نور تپیان دي.
رپوټونه وایي، د قومندان بلال پاچا موټر ته د سړک تر غاړې ماین اېښودل شوی و.
د همدې ننګرهار د غني خېلو په شېرګړ سیمه کې بیا دوو ځانمرګو د سرحدي پولیسو پر کنډک د برید هڅه کړې.
ویل کېږي چې په دې برید کې دواړه ځانمرګي وژل شوي او نور چا ته مرګ وژبله نه ده اوښتې.











