ننګرهار برید پای ته رسېدلی، ۱۱ کسان وژل شوي دي

ننګرهار

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځايي چارواکي وايي، بريدګر درې کسان وو، چې لومړی يې دوی په ډزو ويشتلی او دوو نورو يې ودانۍ ته له ننوتو وروسته ځانونه الوځولي دي.

د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پوهنې په ښاري مديریت د وسله والو په ډله ییز بريد کې د دې ادارې د مشر او د څارنې د مدير په ګډون ۱۱ کارکوونکي وژل شوي او همدومره نور پکې ټپيان شوي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، بي بي سي ته وویل، د ورځې نژدې یوه بجه د دوو بریدګرو له وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد. نوموړي زیاته کړه:

''دغه برید کې د مدیر په ګډون د معارف ۱۱ کارکوونکي شهیدان شوي دي. ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي، چې پینځه د معارف کارکوونکي دي، ۳ امینتي کسان دي او دوه لاروي او یو هم د ښوونځي زده کوونکی دی. ''

د برید پر مهال ودانۍ کې ګڼ شمېر کارکوونکي او مراجعین ایسار پاتې وو. د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته ۲۰ کسان له ودانۍ بهر کړل شول. عیني شاهدان وايي، د دوو زورورو چاودونو غږونه یې اورېدلي دي.

له دغه بریده چې څلور ساعته یې دوام وکړ، د پوهنې ریاست شل نور کارکونکي روغ وتلي.

بريد سهار په ځايي وخت ۹:۳۰ دقیقې د ښار په پنځمه ناحيه کې د پوهنې د ښاري مديريت پر ودانۍ هغه مهال پیل شول چې د یادې ادارې کارکونکي په کار بوخت وو.

د پېښې عيني شاهدانو بي بي سي ته ويلي، بريدګر په کرولا ډوله موټر کې سيمې ته راغلي وو.

ارګ او ملګرو ملتونو دا بريد غندلی دی.

سملاسي د بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی. کابو مياشت وړاندې هم دريو ځانمرګو بريدګرو د پوهنې رياست پر ودانۍ برید کړی و، چې یو پولیس یې وژلی و.

هغه مهال د برید مسولیت اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې یا داعش منلی و.

دا په تېرو دوو اونيو کې درېيمه خونړۍ پېښه ده، چې په دې ښار کې د ګڼو کسانو ژوند اخلي.

د تېرې اونۍ په سر کې ننګرهار ته د ولسمشر د سفر په ورځ د اسلامي دولت نومي ډلې داعش سېک او هندو لږکيان په نښه کړل او پرون د دغه ښار په شپږمه ناحيه کې د پوليسو د پلټنې پر يوه پوسته هم د ځانمرګي بريد مسووليت داعش ومانه چې په کې د ملي امنيت د دوو کارکوونکو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.

په ننګرهار کې د داعش وسله والو پر پټن‌ځایونو د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو د عملياتو په تېزېدو سره په دغه ښار د داعش وسله والو بريدونه هم ډېر شوي دي.