ننګرهار: د والي دفتر مخې ته ځانمرګي بريد لږ ترلږه ۱۹ کسان وژلي

ننګرهار بريد
د عکس تشریح، برید ځايي وخت ماسپښین مهال شوی دی

د افغانستان ختیځ ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پښتونستان واټ کې د ولایتي ادارې دروازې ته نژدې ځانمرګی برید شوی، چې تر ۱۹ ډېر کسان په کې وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، برید ځايي وخت ماسپښین مهال شوی دی.

ښاغلي خوګیاڼي وویل، برید داسې وخت شوی، چې د ننګرهار والي له ځینو هغو طالبانو سره ناسته کې و، چې د اوربند پر وروستۍ ورځ د والي دفتر ته راغلي وو.

د عينی شاهدانو په وینا کله چې طالبان له ولايته راوتل هرکلي ته يې لسګونه کسان ولاړ وو چې درنه چاودنه وشوه.

تراوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.

ننګرهار

د عکس سرچینه، NANGARHAR GOVERNOR'S OFFICE

د عکس تشریح، د عينی شاهدانو په وینا کله چې طالبان له ولايته راوتل هرکلي ته يې لسګونه کسان ولاړ وو چې درنه چاودنه وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت او طالبانو د کوچني اختر په پار درې ورځنی اوربند اعلان کړی، خو داعش ډله د ده اوربند برخه نه ده افغان حکومت ويلي وو چې پر دوی به بريدونه دوام ولري.

پرون هم په همدغه ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو په ګډه غونډه کې برید د طالب وسله والو په ګډون ۳۶ تنه ووژل او ګڼ نور یې وژوبلل. د هغې پېښې ټټر "اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش وهلی و.

ننګرهار بريد
د عکس تشریح، دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت او طالبانو د کوچني اختر په پار درې ورځنی اوربند اعلان کړی