تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار: د والي دفتر مخې ته ځانمرګي بريد لږ ترلږه ۱۹ کسان وژلي
د افغانستان ختیځ ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پښتونستان واټ کې د ولایتي ادارې دروازې ته نژدې ځانمرګی برید شوی، چې تر ۱۹ ډېر کسان په کې وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، برید ځايي وخت ماسپښین مهال شوی دی.
ښاغلي خوګیاڼي وویل، برید داسې وخت شوی، چې د ننګرهار والي له ځینو هغو طالبانو سره ناسته کې و، چې د اوربند پر وروستۍ ورځ د والي دفتر ته راغلي وو.
د عينی شاهدانو په وینا کله چې طالبان له ولايته راوتل هرکلي ته يې لسګونه کسان ولاړ وو چې درنه چاودنه وشوه.
تراوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت او طالبانو د کوچني اختر په پار درې ورځنی اوربند اعلان کړی، خو داعش ډله د ده اوربند برخه نه ده افغان حکومت ويلي وو چې پر دوی به بريدونه دوام ولري.
پرون هم په همدغه ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو په ګډه غونډه کې برید د طالب وسله والو په ګډون ۳۶ تنه ووژل او ګڼ نور یې وژوبلل. د هغې پېښې ټټر "اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش وهلی و.