کابل کې یوه طالب د بي بي سي خبریالې پوښتنې ځواب کړې

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ تر اوربند وروسته د وسله والو طالبانو ګڼ غړي د هېواد ښارونو ته تللي او ان کابل کې هم د اختر دوو ورځو کې ګرځېدل. د بي بي سي ملایکې احمدزۍ د کابل باغ بالا کې له یوه طالب سره مرکه کړې ده.

یوه ډله طالبان، چې پر موټر سایکل سپاره وو، د کابل پوليتخنیک پوهنتون مخې ته څلورلاري کې د بي بي سي د ځینو پوښتنو ځوابولو ته ودرېدل.

له دوی نه یوه طالب، چې د نورو پرتله مشر ښکارېده، وویل، "موږ خاص د خدای لپاره راوتلي یو، چا موږ ته پسې نه دي راکړې، موږ د پاکستان لپاره نه یو راوتلي. تر هغو چې دلته امریکایان وي، زموږ جګړه به دوام لري."

دی وايي، تر هغو چې هېواد کې بهرني ځواکونه وي، د سولې په اړه څه نه وايي او د هغوی له وتلو وروسته به د سولې خبرې وکړي.

ده وویل، د اوربند له غځېدو خوښ دی، غواړي دوام وکړي؛ ځکه چې د افغانستان خلک ازاد وګرځي.

کله چې له هغه وپوښتل شول، هغه ځواکونه چې اوس تاسو ته د ورور خطاب کوي، که اوربند پای ته ورسېږي ایا تاسو به پر دوی د ټوپک خولې ورواړئ؟

د نوموړي ځواب دا و چې "اردو باید له موږ سره یوځای له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتلو کې له موږ سره یوځای شي."

هغه وویل، هغه افغان ځواکونه چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ وي، د طالبانو له بریدونو به خوندي نه وي.

د کوچني اختر له لومړۍ ورځې راهیسې وسله وال طالبان د افغانستان ځینو ښارونو ته ولاړل او د افغان دولت تر واک لاندې سیمو کې یې له امنیتي ځواکونو او عامو خلکو سره اختر مبارکي وکړه او سیلفي عکسونه یې واخیستل.

تېره ورځ، د افغانستان ختیځ ننګرها ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو پر یوې غونډې، چې د اوربند لمانځلو په پار جوړه شوې وه، ځانمرګي برید لږترلږه ۲۵ کسان ووژل او ۵۴ نور یې ټپیان کړل، چې مسؤولیت یې "اسلامي دولت" ډلې واخیست.

د اختر پر درېیمه هم جلال اباد ښار کې د والي دفتر ته څېرمه ځانمرګي برید تر لسو ډېر کسان ووژل.

له دې برید وروسته، طالبانو اعلان وکړ چې "د دا ډول وحشتناکو پېښو د مخنیوي لپاره وسله والو طالبانو خپلو ټولو جنګیالیو جدي هدایت کړی چې له خپلو سنګرونو نه د دښمن تر واک لاندې سیمو ته وانه وړي."

خو نن (د اختر درېیمه) چې د طالبانو له خوا د لنډمهالي اوربند وروستۍ ورځ ده، د کابل بېلابېلو برخو کې طالبان ګرځېدل.