امریکا: له طالبانو سره د سولې خبرو کې ګډون ته چمتو یو

نړیوالې ټولنې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د وروستي اوربند ملاتړ کړی او تمه یې څرګنده کړې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وروستي اعلان سره سم به دا اوربند نور هم وغځېږي.

امریکا، اورپایي ټولنې، ناټو ځواکونو او د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو اعلامیو کې د یاد اوربند د غځولو په اړه د ولسمشر غني د تېرې شپې اعلان ستایلی او پر وسله والو طالبانو یې هم غږ کړی چې دې اعلان ته مثبت ځواب ووایي.

له وسله والو طالبانو سره د اوربند د غځولو په اړه د ولسمشر غني تر اعلان وروسته، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په یوه اعلامیه کې د دې پرېکړې هرکلی کړی.

په اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو څرګندونو ته هم اشاره شوې.

نوموړي تېره ورځ ویلي وو، د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې به په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د رول په اړه هم خبرې کېږي.

ښاغلي پومپیو ویلي، امریکا به د دا ډول خبرو ملاتړ کوي او ګډون به هم پکې کوي.

د بهرنیو ځواکونو په دې اعلامیه کې راغلي چې یاد اوربند یوازې تر وسله والو طالبانو محدود دی، او دوی به د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم په یوه اعلامیه کې افغان دولت او وسله وال طالبان ستایلي چې اعلان شوي اوربند ته ژمن پاتې شول.

یوناما همدا رنګه د یاد اوربند د غځولو په اړه د ولسمشر غني د تېرې شپې اعلان هم ستایلی دی.

زړور ګام

د یوناما په اعلامیه کې راغلي، په تېرو دوه ورځو کې څرګنده شوه چې افغان ولس سولې او اوربند ته څومره لېواله دی.

بل لور ته د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې فېدریکا موغېریني هم ویلي، د کوچني اختر اوربند افغان ولس ته یوه نوې هیله ورکړې، او افغانان د تېرو ۱۷ کلونو له جګړې ستړي شوي دي.

د اروپایي ټولنې په اعلامیه کې راغلي، د ولسمشر غني لخوا د اوربند د غځولو اعلان یو زړور ګام دی.

د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د اوربند د غځولو له اعلانه مالومېږي چې افغان حکومت د خپل ولس غوښتنو ته غوږ ږدي.

نوموړي پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی چې د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي او د ولسمشر غني اعلان ته مثبت ځواب ووایي.