کابل کې درنې چاودنې نژدې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د عکس سرچینه، Reuters
د پلازمېنې کابل په ۹ ناحیه کې یوه درنه چاودنه شوې ده چې غږ یې د ښار لېرې برخو کې هم اورېدل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت وایي، په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي، چې ماشومانو او ښځې هم پکې شته.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، په یوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول چې د "ګرین وېلېج "په نامه کمپ له دیوال سره چول شوي. دغه کمپ کې دننه نادولتي موسسې او د بهرنیانو استوګنځي شته خو ورسره ډېر نژدې ملکي کورونه دي.
د دانش په وینا، د برید هدف په سیمه کې د بهرنیانو یو مېلمستون و، خو د ده په وینا مرګ ژوبله ټوله افغان ولسي خلکو ته اوښتې ده.
هغه زیاته کړه له څلورو وژل شویو کسانو دوه یې د کمپ ساتونکي ول او دوه یې ملي پولیس. په ټپیانو کې ۲۳ ماشومان او ۱۲ ښځې شاملې دي.
چاودنې شاوخوا کورونو او ودانیو ته هم سخت زیان اړولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د ۴۰ تنو د ټپې کېدو خبره کړې وه خو د چاودنې لویوالي ته په کتو اندېښنه وه چې شمېر به تر دې لوړ وي.
ویل کېږي چې په دې برید کې د ښار په ۹مه ناحیه کې "ګرین زون " یا خوندي شنه ساحه په نښه شوې ده. له سیمې رپوټونه وایي، چاودنه د دې سیمې د امنیتي کمربند په دروازه کې شوې ده.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.








