مولوي محمد یعقوب مجاهد؛ د افغانستان فضا اشغال شوې ده

محمد يعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، RTA

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسبمالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د دې وزارت د ځوانو افسرانو له اکاډيمۍ د محصلینو فراغت غونډې ته ویلي، د افغانستان فضا اشغال ده او د پرمختګ او خپلواکۍ لپاره قلم او ټوپک دواړو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، "نن زموږ او ستاسو فضا اشغال ده، زه هم ورته ګورم، ته هم ورته ګورې، وزیران، قومندانان، د قول اردوګانو قومندانان او ټول په رڼو سترګو ورته ګورو خو هېڅ مو هم په وس نشته."

هغه په خپلو خبرو کې د پوځ پر مسلکي توب، تجهیز او په عصري وسایلو او ټکنالوژۍ د سمبالولو ټینګار کړی، چې باید کار ورته وشي.

ښاغلي مجاهد وویل: "ډېر د خواشینۍ ځای دی چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو تر منځ د یوې مرمۍ د جوړولو وړتیا نه ده پیدا شوې. ټول پوځي وسایل تیار راوړل شوي او افغانانو ته ورکول شوي دي. زه باید خپله دا هر څه وکړم، خپله فضا په خپل لاس کې واخلم."

مولوی محمد یعقوب تازه فارغ شویو سرتېرو ته سپارښتنه کړې چې په پټو سترګو د ده په ګډون د هېچا اطاعت ونه کړي.

نوموړي ويلي، "باید ډېر هوښیار او بیداره اوسو، خدای مکړه داسې نه شي چې موږ او تاسې د ملت د اوږو بار شو او یا یې د شرمنده ګۍ سبب شو. خرڅ نه شو او خیانت و نه کړو. الله تعالي موږ ته عقل او فکرونه راکړي، په پټو سترګو د هیچا اطاعت و نه کړو، زما اطاعت هم باید په پټو سترګو و نه شي. باید وکتل شي چې دا څوک دی، څه یې کړي او اوس یې اراده څه ده."

هغه دغه راز ویلي د دفاع وزارت پر تشکیلاتو یې کار کړی او تر ډېره حده منظم شوي دي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد وړاندې تر دې د طالبانو د نظام پاېښت د "ملت د مشروع غوښتنو" له پوره کولو سره تړلی بللی وو. او ویلي یې وو چې هېڅکله باید تکبر او غرور و نه کړي، په هر وخت کې باید د ملت مشروع غوښتنو ته لبیک ووایي او هڅه وکړو چې دا ملت په ځان باندې راټول کړو.

طالب چارواکو څه مواده وړاندې ویلي وو چې د خپلې اردو د جوړېدو چارې یې نژدې بشپړې کړې چې څه نا څه ۱۵۰ زره غړي به ولري.

که څه هم طالبانو د پيلوټانو په ګډون په ځینو تخنیکي برخو کې د پخواني پوځ ځینې کسان د دندو لپاره ورغوښتي دي، خو له لویه سره یې خپل پخواني "وسله وال طالبان" په اردو کې ګومارلي دي.

په افغانستان کې عصري اردو نژدې سل کاله وړاندې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۱۹ کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته جوړه شوه او بيا په ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې په نورو پرمختللو وسلو سمبال شوه.