کرېکټ نړیوال جام؛ نیمه پایلوبې ته د افغانستان وتلو ته غبرګونونه څه دي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د کرېکټ په نړیوال شل اووریز جام کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

په ټولنیزو رسنیو کې په هېواد کې دننه افغانانو او د کرېکټ نړیوالو مینه والو د افغان لوبډلې دغې بریا ته غبرګونونه ښوولي دي او ډېرو یې مبارکۍ ورکړې دي.

مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني پر اېکس (مخکېني ټوېټر) لیکلي: "د شل اووریزو لوبو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د رسېدو او لاس ته راوړنې مو مبارک شه. ستاسو زیار او زحمت زموږ ملت ته ویاړ راوړی دی. په راتلونکي پړاو کې د بریا په هیله!"

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي: "له بنګله دېش څخه د لوبې په ګټلو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرېکټ نړیوال جام سیالېو نیمه پایلوبې ته لار وموندله. د هېواد د کرېکټ د ملي ټیم ددې بریا په مناسبت خپل د زړه له کومې مبارکۍ ټولو هېوادوالو په تېره د کرېکټ ملي ټیم ګرانو لوبغاړو ته وړاندې کوم او د دوی د لا ډېرو کامیابیو په هیله."

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي له لوبډلمشر راشد خان سره ټیلیفوني او ویډیو خبرې کړې دي. ښاغلی متقي وايي، "دا چې (لوبډله) په لومړي ځل سیمې فاینل ته ووته دا لویه بریا ده، زموږ پالیسي دا ده چې لوبې له سیاسته جلا وساتو. د لوبو په برخه کې چې تاسو زیار باسئ، د ټولو ځوانانو لپاره یو ښه فکر دی. ځوانان له غلطو فکرونو، نشو او اختلافاتو راګرځي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د افغان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف وايي: "د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته رسېدل کومه عادي او وړه خبره نه ده. د نړۍ ستر ستر ټیمونه مو مات کړل. په لوبغاړو دې افرین وي، ډېر زیار یې وایست او افغانستان ته یې ویاړ او افتخار راوړ."

د هند کرېکټ افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر هم د افغان لوبډلې پر بریا خپل غبرګون ښوولی دی. ښاغلی ټنډولکر وايي: "افغانستان، د نیوزیلنډ او اسټرالیا په څېر لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لاره هواره کړه. د نن ورځې بریا ستاسو د زیار او هوډ ثبوت دی. پر خپل پرمختګ وویاړئ، دوام ورکړئ."

د هند کرېکټ ملي لوبډلې مخکېني لوبغاړي هربجن سینګ پر خپله اېکس (ټوېټر) لیکلي: "د شل اوریزو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره راشد خان او ټول افغان کرېکټ بورډ ته مبارک شه... په زړه پوری کرېکټ لوبه مو وکړه... ښه مستحق یې یاست... د نیمه پایلوبې او راتلونکو لپاره ښه بخت درته غواړم."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د ویسټ انډیز ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د افغان ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ډي جې براوو وايي: "ددغې لاس ته راوړنې او بریا کرېدېټ راشد، نبي او ټولو افغان اتلانو او لوبغاړو ته رسېږي. ټورنمنټ لا پای ته نه دی رسېدلی او له سویلي افریقا سره به لوبې ته پلانونه وي."

د پاکستان د کرېکټ پخوانی لوبغاړی راشد لطیف لیکلي: "له خاورو تر سرو زرو، ښه بخت افغان لوبغاړو."

د هند فلمي ستوری سنیل شیټهي لیکلي، "اوووه! د افغانستان لپاره څه یوه بریا!!! د یوې تکړه لوبډلې او ښکلي هېواد لپاره چې ډېر یې مستحق دی. کابل نن ورځ لمانځي... نو نړۍ هم همداسې کوي."

د پاکستان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او روزونکي وقار یونس لیکلي: "نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره راشد خان او افغان لوبډلې ته مبارکي وایم. تاسو د اتلانو په شان لوبه وکړه، تاسو د دې لاس ته راوړنې مستحق یاست."

افغانستان به په نیمه پایلوبه کې د سویلي افریقا له لوبډلې سره د جون په ۲۷مه لوبه وکړي.